Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتيا د روحاني بابا ولسواالۍ امنيه قوماندان وژل شوی

ګردېز (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰): د پکتيا ولايت د روحاني بابا ولسوالۍ امنيه قومندان له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

پژواک ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، څارمن محمد اسلام وړمه شپه له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی او تر اوسه يې جسد ګردېز ته نه دی لېږدول شوی.

يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې اسلام له درې نورو پوليسو سره وژل شوی، خو مسوولينو يې خبر پټ ساتلی و.

سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک وويل چې وسله وال طالبان د سرې مياشتې کارکوونکو ته هم سيمې ته تګ اجازه نه ورکوي او يو ځل يې ورباندې ډزې هم کړې دي.

د روحاني بابا اوسېدونکی عبدالجليل هم له تېرو څو ورځې راهيسې په دې ولسوالي کې د سختو جګړو خبره کوي او وايي چې په دغو جګړو کې د ولسوالي امنيه قوماندان محمداسلام هم وژل شوی دی.

د پکتيا امنيه قوماندانۍ هم ياد خبر تاييدوي او وايي چې اوسمهال په سيمه کې وضعيت نسبتا ښه دی.

د قوماندانۍ وياند لعل اميري وويل: ((پر روحاني بابا او زرمت د وسله والو طالبانو فشارونه زيات و، خو اوس يې دفاعي کرښې ماتې شوې او په شا تمبول شوي او ځينې ځايونه ترې تصفيه شوي دي. زموږ د روحاني بابا قوماندان صيب قرباني ورکړې ده.))

بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم په سيمه کې د جګړو خبره کوي، خو وايي چې د طالبانو له خوا سيمې ته د سرې مياشتې کارکوونکو نه پرېښودو په اړه به معلومات وکړي.

نوموړي وويل چې ځينې وخت طالبان هغو سيمو ته د يادې ادارې د کارکوونکو د تګ مخنيوی کوي چې هلته ماينونه وي.

وسله والو طالبانو شاوخوا لس ورځې وړاندې د زرمت ولسوالي اړوند مقرب خېلو سيمې ته هم د سرې مياشتې کارکوونکو ته د تګ اجازه نه وه ورکړې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.