ایبک پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰): په سمنګان کې د برېښنا شرکت مسوولین وایي چې د دغه ولایت په قچندره سیمه کې د وارداتي برېښنا درېیو پایو ته چاودنه ورکړل شوې او ویجاړې شوې دي.
په سمنګان کې د برېښنا شرکت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو پایو ته تېره شپه شاوخوا لس بجې چاودنه ورکړل شوې چې یو څه ویجاړې شوې دي.
سرچینې لیکلي، اوسمهال د دغه شرکت تخنیکي کارکوونکي د پایو په ترمیم بوخت دي او ژر به یې د جوړېدو کار بشپړ شي.
یاد شرکت ویلي چې په دې وروستیو دوو میاشتو کې په کابل او نورو ولایتونو کې د برېښنا پایو ویجاړېدو له امله د برېښنا د مختل کېدو ترڅنګ دغه شرکت ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.
څه موده مخکې د وارداتي برېښنا دوه پایې په سالنګ ولسوالۍ کې د چاودنو له امله ویجاړې شوې، دغه پایې لاجوړې شوې نه وې چې یوه بله پایه په سالنګ کې د څلورو چاودنو له امله ویجاړه شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP