ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د خلکو استازي: هلمند د سقوط له خطر سره مخ دی، حکومت دې ورته پاملرنه وکړي

د هلمند د خلکو استازي: هلمند د سقوط له خطر سره مخ دی، حکومت دې ورته پاملرنه وکړي

author avatar
19 Jun 2021 - 16:55
د هلمند د خلکو استازي: هلمند د سقوط له خطر سره مخ دی، حکومت دې ورته پاملرنه وکړي
author avatar
19 Jun 2021 - 16:55

کابل(پژواک،۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰): د هلمند د خلکو استازي ادعا کوي چې دغه ولایت له سقوط سره مخ دی او حکومت دې امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه د دوی په خبره د هلمند په سقوط کېدو سره به افغانستان سقوط وکړي.

د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ تر لاس په لاس کېدو او دغه ولایت کې د دولت د وسله والو مخالفینو د حرکتونو تر ډېرېدو وروسته په ملي شورا کې د هلمند د خلکو استازو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې دغه ولایت ته جدي پاملرنه وکړي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي شېرمحمد اخندزاده وویل، دغه ولایت په داسې حال کې په خراب او د طالبانو له خوا د سقوط په حالت کې قرار لري چې سقوط به یې د ځينو نورو سوېلي ولایتونو د سقوط لامل هم شي.

هغه د امنیتي سکتور مسوولین د امنیتي ځواکونو د ملاتړ او تجهیز برخه کې پر بې کفایتۍ تورنوي او وايي: ((که دښمن ته هلمند ولایت کې ماتې ور نه کړل شي، افغانستان کې به بریالی شي.))

هغه طالبانو ته په اشاره وویل: ((اوس بهرنیان لاړل او لږ تر لږه هلمند ولایت کې نشته، نو ستاسو جګړه د څه لپاره ده، څه ډول مسلمانان او افغانان یاست چې خلک او د ټولګټې ځایونه له منځه وړئ.))

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو بل استازي غلام ولي افغان وویل: ((د افغانستان د خلکو دښمنان د ګاونډیو هېوادونو په ملاتړ د یاد ولایت د سقوط په لټه کې دي، څو وکولای شي په یاد ولایت کې شته کانونو ته لاس رسی ولري، د هلمند جګړه د اوبو، کانونو او نشه يي توکو لپاره ده.))

هغه حکومت ته په اشاره وویل: ((که غواړئ چې هلمند وساتئ په مهربانۍ له موږ سره مو پلان شریک کړئ، موږ مو ترڅنګ درېږو، که مو معامله کړې وي چې هلمندیان لاس په کار شي.))

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي میرویس خادم هم وویل: ((د هلمند خلک د اور په لمبو کې سوځي، ګاونډي هېوادونه، د نشه يي توکو قاچاقبران د دغه ولایت په ناامنۍ کې ښکېل دي او هر یو یې موخې لري.))

هغه هم د حکومت له رهبرۍ وغوښتل چې د یاد ولایت امنیت ته جدي پاملرنه وکړي، که پر کومه معامله کار کېږي باید له خلکو سره شریکه شي، څو د دغه ولایت ځوانان د مخالفینو له خوا ونه وژل شي.

د هلمند د خلکو استازي او د ولسي جرګې منشي کریم اتل وویل: ((که توجه ونه شي لرې به نه وي چې هلمند ولایت سقوط وکړي، د هلمند سقوط به د سوېلي ولایتونو او افغانستان د سقوط لامل شي، څوک چې د یوه ټولي د مدیریت توان نه لري مرکزي اداره یې د امنیه قوماندان په توګه پر دندو ګوماري.))

هغه وايي، طالبان باید پوه شي چې اوسنۍ جګړه یې د افغانانو پر وړاندې ده او افغان وژنه ده.

هغه طالبان د «پردیو غلامان» وبلل او ویې ویل، ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان هڅه کوي چې دغه ولایت سقوط کړي او یو ځل بیا افغانستان د «ترهګرو» پر امن مرکزونو بدل شي.

په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازي محمد هاشم الکوزي ولسمشر ته په خطاب وویل: ((د دروغجنو په خبرو باور مه کوئ، دوی تاسو ته ناسم راپور وړاندې کوي، موږ له جمهوریت او اوسني نظام څخه دفاع ته تیار یو خو د هلمند د خلکو د وضعیت په اړه باید بې غوري ونه شي.))

هغه وايي، که دغه ولایت ته پاملرنه ونه شي  دغه ولایت به د وسله والو مخالفینو له خوا سقوط شي، ولسمشر او امنیتي مسوولین به د هلمند د خلکو پر وړاندې مقصر وي.))

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې شګوفه نورزۍ وايي چې د هلمند سیمه ییز مسوولین د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په تړاو مرکزي حکومت ته حقیقت نه وايي.

نوموړې وايي: ((که معامله شوې وي چې له دې وروسته امنیتي سرتېري جګړه نه کوي، څو دوی ټپي یا ونه وژل شي او که معامله نه وي شوې د دغه ولایت د سقوط مخه باید ونیول شي.))

ملي شورا کې د هلمند یو شمېر نورو استازو هم د یاد ولایت د امنیتي وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه چې مرکزي حکومت دې ژر تر ژره دغه ولایت ته پاملرنه وکړي.

په ملي شورا کې د هلمند د خلکو استازو په یوه پرېکړه لیک کې هلمند ولایت کې د مېشتو امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز او دغه ولایت ته د مرستندوی ځواکونو د لېږلو غوښتنه کوي او وايي، هغه کسان باید وپېژندل شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي چې طالبانو ته د سیمو په پرېښودو کې ښکېل دي.

دوی ادعا کوي چې هلمند له سقوط سره مخ دی او مرکزي حکومت باید د دغه ولایت وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه دوی وايي چې د هلمند سقوط به د افغانستان د سقوط لامل شي.

دغه راز هلمندیانو د دغه ولایت د بېځایه شوو کسانو وضعیت ته د رسېدنې غوښتنه کوي او ګواښ کوي چې که په ملي شورا کې د هلمند د خلکو د استازو غوښتنو ته توجه ونه شي دوی به نور اقدام وکړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.