کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰): په داسې حال کې چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ ناندرۍ روانې دي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په ترکیه کې د انتالیا ډيپلوماسۍ غونډې په څنډه کې له خپل پاکستاني سیال سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې راغلي، محمد حنیف اتمر په دې لیدنه کې د پاکستان د روغتیايي برخې د مرستو په ځانګړې توګه د ۵۰۰ کپسولو اکسېجن او د سعودي په کوربه توب د درېيو هېوادونو د دیني عالمانو کنفرانس کې د پاکستان د دیني عالمانو د رول مننه او قدرداني وکړه، له سوله ییزې لارې د افغانستان د کړکېچ هوارولو په موخه یې د دغې ناستې د وروستۍ خبرپاڼې پر تطبیق ټینګار وکړ.
نوموړي په ډاګه کړه، پر طالبانو د پاکستان نفوذ او اغېز ته په کتو، اسلام اباد کولی شي دغه ډله د تاوتریخوالي کمښت، بېړني اوربند او له افغان دولت سره د سولې معنی لرونکو خبرو ته وهڅوي.
دغه راز اتمر زیاته کړې چې د افغان سولې بهیر د بریالیتوب لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړي کېدو په برخه کې د پاکستان رول د ارزښت وړ دی.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر پایه دارې سولې ته د رسېدو لپاره حساسو شرایطو ته د اشارې ترڅنګ چې د افغان دولت او خلکو، د سیمې او نړۍ هېوادونو غوښتنه ده او د پاکستان ګټې هم په کې نغښې دي، د هوکړه لیک له مخې د دواړو هېوادونو پر نږدې همکارۍ ټینګار وکړ.
په خبر پاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د سولې او همغږۍ (APAPPS)، د سوداګریزو او ترانزیټي تړون د وروستي کولو او تعدیل (APPTA) لپاره د افغانستان ــ پاکستان د عمل پلان کاري ناستې پر جوړېدو هم خبرې وکړې.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP