اسعداباد (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰) : د کونړ ولایت په مرکزي محبس کې د زندانیانو لپاره د “طاهرفرهاد” په نوم کتابتون پرانیستل شو.
طاهرفرهاد د کونړ ولایت ماڼوګي ولسوالۍ لیکوال او یو منلی ځوان شاعر و چې پنځلس کاله وړاندې په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو.
د هغه له مرګ وروسته د ماڼوګي ولسوالۍ ځوانانو د (طاهرفرهاد )په نوم ادبي ټولنه جوړه کړې چې د ځوانانو د پرمختګ او زده کړو په برخه کې فعالیت کوي .
د ختیځ ادبي ټولنې مشر ضیاءالدین همت مل وایي چې په مرکزي محبس کې د زندانیانو د مطالعې لپاره یې له دغه کتابتون سره څه د پاسه زر ټوکه د بېلابېل کتابونو مرسته وکړه .
نوموړی دا خپل مسوولیت ګڼي چې خلک او په ځانګړې توګه ځوانان د کتاب له لوستلو سره اشنا کړي .
د هغه په وینا، له دې کتابتون څخه به زندانیان ګټه پورته کړي، دی زیاتوي چې له روانو حالاتو د وتلو یواځینۍ لار له کتاب سره اشنا کېدل دي.
د کونړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس جنت ګل فدا له ختیځ ادبي ټولنې څخه مننه وکړه چې د کونړ ولایت مرکزي محبس کې يې د طاهرفرهاد په نوم جوړ شوي کتابتون سره د کتابونو مرسته وکړه.
نوموړي له زندانیانو وغوښتل چې له کتاب لوستلو سره ځانونه اشنا کړي او څومره موده چې په زندان کې دي کتابونه دې ولولي.
د کونړ والي محمد اقبال سعید د طاهرفرهاد کتابتون د پرانیستې پرمهال وویل، ترهغه څوک خپلو موخو ته نه شي رسېدلی ترڅو چې ځانونه د کتاب لوستلو له فرهنګ سره اشنا نه کړي.
والي زندانیانو او د کونړ ځوانانو ته وویل چې مطالعه وکړي او مینه ورسره پیدا کړي .
د ختیځ ادبي ټولنې له دې مخکې د ننګرهار ولایت د مرکزي محبس له کتابتون سره هم د کتابونو مرسته کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP