ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينې: طالبانو د تخار څلور ولسوالۍ نيولې دي

سرچينې: طالبانو د تخار څلور ولسوالۍ نيولې دي

author avatar
20 Jun 2021 - 11:20
سرچينې: طالبانو د تخار څلور ولسوالۍ نيولې دي
author avatar
20 Jun 2021 - 11:20

تالقان (پژواک، ٣٠ غبرګولى ١٤٠٠): امنيتي سرچينې وايي چې وسله والو طالبانو د تخار ولايت څلور نورې ولسوالۍ هم نيولې دي.

په تخار کې يوې امنيتي سرچينې د غبرګولي په ٣٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ او تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولايت هزار سمچ، چال، خواجه غار او ينګي کلا ولسوالۍ نيولې دي.

سرچينه وايي: “دغه ولسوالۍ له تېرو څو ورځو راهيسې تر جدي ګواښ لاندې وې چې تېره شپه او تېره ورځ طالبانو نيولې دي.”

دغه راز د تالقانو ښار اوسېدونکي نيک محمد پژواک ته وويل چې له ولسواليو سربېره په تالقانو ښار کې هم امنيتي وضعيت د جدي اندېښنې وړ دى.

دى زياتوي: ” طالبان بيخي د ښار څنډو ته رسېدلي دي، وضعيت ډېر خراب دى يو جدي اقدام ته اړتيا ده.”

خو د تخار د والي وياند حامد مبارز پژواک ته وويل چې يادو ولسواليو تر اوسه سقوط نه دى کړى، خو شديده جګړه په کې روانه ده.

همدارنګه د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين وايي چې د جګړې پرمهال شاتګ او مخ تګ د سقوط په معنى نه وي.

دى زياتوي چې په روانه جګړه کې د وسله والو طالبانو مرګ ژوبله د افغان ځواکونو په پرتله درې برابره لوړه ده.

بل لورته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د تخار ولايت نمک اب، چال، ينګي کلا، خواجه غار او هزار سموچ ولسوالۍ نيولې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم ځينو سرچينو پژواک ته ويلي و چې طالبانو د تخار ولايت بنګي او بهارک ولسوالۍ نيولې دي.

د يادونې ده چې د تېرې يوې مياشتې په اوږدو وسله والو طالبانو په بېلابېلو ولايتونو کې له ٣٥ ډېرې ولسوالۍ نيولې دي.

Views: 644

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.