ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل په مرکز کې د لویو لارو په تړل کېدو د توکو بیې ۱۶ سلنه لوړې شوې دي

د سرپل په مرکز کې د لویو لارو په تړل کېدو د توکو بیې ۱۶ سلنه لوړې شوې دي

author avatar
20 Jun 2021 - 17:22
د سرپل په مرکز کې د لویو لارو په تړل کېدو د توکو بیې ۱۶ سلنه لوړې شوې دي
author avatar
20 Jun 2021 - 17:22

سرپل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰): د سرپل ــ جوزجان د لومړۍ نمبر لویې لارې د امنیتي پوستو تر سقوط او د ترافیکو پر مخ د لویې لارې تر تړل کېدو وروسته په سرپل ښار کې د لومړنیو توکو بیې په منځنۍ کچه ۱۶ سلنه لوړې شوې دي.

د راپورونو له مخې، دولتي ځواکونو د غبرګولي په ۱۹مه د سرپل مرکز اړوند لومړۍ نمبر لویې لارې له شېراباد تر ګولايي تختې سیمې شپږ پوستې له مقاومت پرته طالبانو ته پرېښودې.

په سرپل کې د سخیداد احمدي په نوم مدني فعال وویل، د لومړۍ نمبر لویې لارې امنیتي پوستو تر سقوط وروسته یاده لار د ترافیکو پر مخ تړلې شوې، کوچني موټر په ډېره سختۍ د دښتې له لارې له سرپل څخه جوزجان ولایت ته ځي.

هغه زیاته کړه، د طالبانو له خوا د دغې لویې لارې تر نیول کېدو وروسته د خوراکي توکو بار هېڅ موټر سرپل ښار ته نه دی داخل شوی، له دې امله په دغه ښار کې د لومړنیو توکو بیې لوړې شوې دي.

په سرپل ښار کې د حاجي صابر په نوم یوه هټۍ وال پژواک خبري اژانس ته وویل، د لومړۍ نمبر لویې لارې تر تړل کېدو وروسته د ۱۰ لېتره غوړیو بیه له ۹۰۰ څخه ۱۲۰۰ افغانۍ، د پنځه کیلوګرام بورې بیه له ۲۳۰۰ څخه ۲۶۰۰ افغانۍ، د ۵۰ کیلوګرام قزاقي اوړو بیه له ۱۶۵۰ څخه ۱۸۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

دغه راز د سرپل په مرکز کې د اریانا تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، د یو لېتر پټرولو بیه له ۴۲ څخه ۵۵ افغانیو ته لوړې شوې ده.

دغه راز په سرپل ښار کې یو ګاز پلورونکی وايي چې د یو کیلو مایع ګاز بیه له ۵۵ څخه ۶۵ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د سرپل ولایتي شورا رییس محمد نور رحماني وویل، که دغه لویه لار ژر تر ژره د ترافیکو پر مخ خلاصه نه شي، خلک به د لومړنیو توکو د کمښت له ستونزې سره مخ شي.

هغه له حکومته غواړي چې د یادو ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.