کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰) : د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې او په جګړه کې ښکېل او کړېدلی هېواد تر شا پرېږدي.
کرزی چې د طالبانو د واکمنۍ تر سقوط وروسته د امریکا او نړیوال ایتلاف پر مټ واک ته رسېدلی و، دغه څرګندونې له امریکایي اژانس ( اې پي) سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.
هغه په دې مرکه کې پر افغانانو د تېرو شوو کړاوونو ملامتیا د بهرنیو ځواکونو پر شتون اچولې او ادعا یې کړې ده چې امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې او په جګړه کې ښکېل او کړېدلی هېواد تر شا پرېږدي.
کرزي ویلي: ” د بهرنیانو د شتون له امله موږ نن دغه حال لرو، ځکه هم موږ دغه شرایط نهغواړو. موږ له دې بدبختیو چې نن مخ یو نه غواړو دوام ورکړو، ځکه چې زموږ ماشومان اوس هم د ښوونځیو مخې ته وژل کیږي . ”
پخواني ولسمشر زیاته کړې، امریکا داسې یو هېواد شاته پرېږدي چې جنګونه په کې اوج ته رسېدلي او هره ورځ ګڼ شمېر کسان وژل کیږي.
د هغه په وینا، امریکا د ترهګرۍ د ختمولو او د ثبات د راوستلو په موخه افغانستان ته راغله، خو له ۲۰ کلونو وروسته د ده په خبره، په دې دواړو کې پاتې راغلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن څو ورځې مخکې ویلي و چې دوی په افغانستان کې خپل هدف ترلاسه کړی او اوس ترې وځي.
هغه زیاته کړې وه : ” اسامه بن لادن ووژل شو، القاعده په افغانستان او عراق کې له منځه لاړه او دایې وخت دی چې دغه همېشنۍ جګړه پای ته ورسوو. “
Views: 234
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن