کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰) : د کار او ټولنیزو چارو وزارت دوه رییسان او یو امر د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د غبرګولي په ۳۱مه، پژواک اژانس ته وویل چې دغه کسان د ناقانونه اجرااتو، له خپلو دندو د ناوړه استفادې او د ولسمشر د حکم د نه تطبیق له امله له درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست موظفینو له خوا نن سهار نیول شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، په نیول شوو کسانو کې د دغه وزارت د بشري منابع رییس، مالي رییس او د ګومارنې امر شامل دي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت وياند عبدالفتاح حشرت احمدزي د یادو کسانو نیول کیدل ومنل، خو دا چې په کوم جرم نیول شوي، په دې اړه یې معلومات نه درلودل.
دا کسان په داسې حال کې نیول شوي، چې پژواک پرون په دې ورارت کې د میلیونونو افغانیو د حیف او میل په تړاو راپور خپور کړی و.
په دې راپور کې راغلي وو : ” د چارو ادارې د معلوماتو له مخې، په کار او ټولنیزو چارو وزارت کې له ازاد رقابت پرته د قانون خلاف سلګونه کسان په دندو ګومارل شوي، میلیونونه افغانۍ حیف او میل شوي او تر اوسه هم ددې وزارت د ۱۴۰۰ کال جوړ شوی نه دی.”
Views: 141
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن