کابل (پژواک،۱ چنګاښ ۱۴۰۰): د کورنیو چارو وزارت وايي چې په کابل ښار کې یې یوکس له څه باندې اووه کیلو چرسو سره نیولی دی .
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د جزئیاتو له ورکولو پرته راغلي چې یاد کس تېره شپه د کابل ښار اتمې حوزې په مربوطاتو کې نیول شوی دی.
سرچینه وایي چې پولیسو له یاد کس څخه یو موټر هم نیولی دی .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP