کابل (پژواک،۱ چنګاښ ۱۴۰۰): د امریکا دفاع وزارت وايي چې د افغان سرتېرو پر مرکزونو د طالبانو بریدونو ته په کتو کېدای شي له دغه هېواد څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو بهیر ټکنی شي.
د امریکا غږ د راپور له مخې، د دفاع وزارت ویاند جان کربي پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي چې د طالبانو وروستیو بریدونو ته په کتو د امریکا دفاع وزیر لویډ آستین او د امریکا مرکزي قوماندانۍ هره ورځ د افغانستان امنیتي وضعیت او له دغه هېواد څخه د امریکايي سرتېرو د بېرته وتلو بهیر ارزوي.
هغه زیاته کړې، د امریکا دفاع وزیر ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د سولې له راتګ سره تړلي، خو په عین حال کې په شرایطو پورې هم اړه لري.
جان کربي وایي، چې له افغانستان څخه د ټاکل شوي مهالوېش له مخې، د امریکايي سرتېرو د وتلو پرېکړه پر ځای ده، خو زیاته کړې یې ده چې د شرایطو تغییر پر یاد بهیر اغېز کولی شي.
د دفاع وزارت ویاند ویلي، که څه هم له افغانستان څخه د سپټمبر تر یوولسمې د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د ولسمشر جوبایډن د ادارې پرېکړه پر ځای ده، خو په وینا یې د افغانستان شرایط هم په نظر کې نیول کیږي.
د هغه په وینا: “امریکا هغه موارد په نظر کې نیسي چې د افغانستان دولت ورته اړتیا لري لکه ملاتړ .”
کربی ویلي: “که څه هم د وتلو لپاره یو مهالوېش جوړ شوی، خو موږ ګورو چې ښایي دغه مهالوېش شرایطو ته په کتو بدل شي.”
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې په کندهار، اروزګان، هلمند، زابل، میدان وردګ، غزني، فاریاب، بلخ، بغلان، سمنګان، تخار، کندوز، لوګر، جوزجان، پکتیا او ځینو نورو ولایتونو کې د بریدونو په زیاتېدو سره د ګڼ شمېر ولسوالیو د نیولو ادعاوې کړې دي.
د افغان حکومت چارواکو هم له ځینو ولسوالیو څخه د «تکتیکي شا تګ» خبر تائید کړی او د ځینو ولسوالیو د بېرته نیولو خبر یې هم ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP