ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حدید: حکومت دې د ولسوالیو پرېښود په تړاو خلکو ته سپیناوی ورکړي

حدید: حکومت دې د ولسوالیو پرېښود په تړاو خلکو ته سپیناوی ورکړي

author avatar
22 Jun 2021 - 11:44
حدید: حکومت دې د ولسوالیو پرېښود په تړاو خلکو ته سپیناوی ورکړي
author avatar
22 Jun 2021 - 11:44

مزارشريف ( پژواک، ۱چنګاښ ۱۴۰۰): د بلخ د ولايتي شورا رئيس وايي چې د امنيتي ځواکونو له خوا د تکتيکي شاتګ په نوم د ولسواليو پرېښودل د اندېښنې وړ موضوع ده.

محمد افضل حديد له پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وويل، که جدي پاملرنه ونه شي؛ نو د شمال زون د يو شمېر ولايتونو د ښارونو خلک به هم له سختو ورځو او جدي ستونزو سره مخ شي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس په داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په تېرو لسو ورځو کې د بلخ ولايت ۷ ولسوالۍ د طالبانو له خوا سقوط شوې دي.

حديد زياته کړه: ” که وضعيت همداسې دوام وکړي، نو خلک دې د لا ډېرو سختو او ستونزمنو ورځو انتظار وباسي”.

نوموړی وايي چې د هېواد امنيتي سکټور بايد مثبت لور ته د وضعيت د بدلېدو لپاره لاس په کار شي.

هغه زياتوي، چې د ولسواليو سقوط د امنيتي ځواکونو پر روحيې منفي اغېز کوي.

د هغه په وينا، حکومت بايد د روان وضعيت په اړه خلکو ته بشپړ سپیناوی ورکړي څو د وګړو اندېښنې کمې شي.

حديد وایي : ” ځيني داسې اوازې هم شته چې د روان امنيتي وضعيت تر شا سياسي معاملې هم شته، که داسې څه وي نو حکومت بايد خلکو ته واضح کړي، چې څه روان دي، د خلکو د قربانۍ مخه بايد ونيول شي.”

نوموړی وایي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او امنيتي ځواکونو ته پر وخت د امکاناتو نه رسېدل، د نا امنيو د ډېرېدو لوی لاملونه دي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس دا هم وايي چې د بهرنيانو له خوا افغان ځواکونو په معياري ډول نه دي روزل شوي، نو ځکه اوس مهال د جګړې شدت ته په کتو ستونزې ډېرې شوې دي.

حديد وايي، که حکومت په دې موخه چې د ښارونو د ساتنې لپاره له ولسواليو سرتېري باسي؛ نو دا پلان يې اشتباه دی.

هغه زياته کړه: ” ظاهرا حکومت وايي چې د ښارونو د امنيت خونديتوب لپاره له ولسواليو امنيتي ځواکونه راباسي؛ که رښتيا هم داسې يو څه وي؛ نو دا موخې ته د رسېدو لپاره ښه لاره نه ده او زيانونه به يې ډېر وي.”

د بلخ ولایت د ولايتي شورا رييس وويل چې له ولسواليو د امنيتي ځواکونو تکتيکي شاتګ د اندېښنې وړ دی.

نوموړی وايي، که حکومت او په ځانګړي ډول امنيتي سکټور پاملرنه ونه کړي نو د شمالي ولايتونو په ښارونو کې به خلک له سختو ورځو او ستونزو سره مخ شي.

هغه وايي چې وروستيو نا امنيو او خراب امنيتي وضعيت د خلکو پر اقتصاد هم منفي اغېز کړی دی.

حديد زياتوي چې زيات شمېر خلک کوښښ کوي څو خپلې پانګې له هېواده بهر وباسي.

نوموړي وويل: ” د نورو ستونزو تر څنګ روانو نا امنيو اقتصاد هم له رکود سره مخ کړی، يو شمېر فابريکې تړل شوي، ځيني سرمايه داره خلک په دې لټه کې دي چې څنګه له افغانستانه ووځي، چې دغه حالت په راتلونکې کې خلک له ډول ډول مشکلاتو سره مخ کولای شي.”

د هغه په وينا، حکومت بايد هغه پروسيجر خلکو ته اسانه کړي چې له مخې يې ولسي خلک وکولی  شي د امنيتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي.

نوموړی وايي چې د اړتيا په صورت کې خلک چمتو دي چې له خپل سر او مال څخه په خپله دفاع وکړي.

Views: 134

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.