فیض اباد (پژواک، ۲چنګاښ ۱۴۰۰): په بدخشان کې سیمه ییزې سرچینې وایي، د بدخشان د والي په توګه د احمد بشیر صمیم له معرفي کېدو سره هممهاله لاریون کوونکو د تحصن خېمه چې ۱۶ ورځې مخکې درول شوې وې، لرې کړه.
د بدخشان اوسېدونکو ۱۶ ورځې مخکې د ناامنیو د ډېرېدو، د شورابک برېښنا بند د نه پرانیستې او د څښاک د پاکو اوبو د کمښت په اعتراض لاریون وکړ، د تحصن خېمه یې ودروله او د والي د ګوښه کېدوغوښتنه يې کوله.
نن تر غرمې وړاندې د چنګاښ په دویمه تر ۱۶ ورځني لاريون وروسته، احمد بشیر صمیم، د سیمه ییزو ارګانونو د مالي او اداري مرستیال اجمل شاپور له خوا د بدخشان د نوي والي په توګه معرفي او په کار یې پيل وکړ.
د یادونې ده چې بشیر صمیم د بدخشان اوسېدونکی دی، پنځه کاله د مشرانو جرګې غړی و او شاوخوا اووه کاله یې د دغه ولایت د ولایتی شورا د رییس په توګه دنده ترسره کړې ده.
لاریون کوونکو د حکومت دا کړنه وستایله چې نوی والي یې معرفي کړ او د تحصن خېمه یې لرې کړه، دوی ژمنه وکړه چې له نوي والي سره به همکار وي.
د معترضینو له ډلې عبدالعلیم خدام وویل، د بدخشان خلک خوښ دي چې حکومت یې غږ واورېد او غوښتنو ته یې رسېدنه وشوه.
ده وویل، حکومت د والي په بدلون، د دوی غوښتنه ومنله او پخوانی والي ذکریا سودا باید قضایي او عدلي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان د اوسېدونکو د لاریون په لومړۍ ورځ، پولیسو پر معترضینو ډزې وکړې چې په پایله کې یې پنځه کسان ووژل شول او له ۴۰ ډېر ټپیان شول.
د روح الامین په نوم لاریون وال چې په وژل شوو کې یې زوی هم شامل دی پژواک ته وویل، که حکومت مخکنی والي عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي نه کړي، د ټولو وژل شوو کسانو وارثین به لاهه محکمې ته شکایت وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP