کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۰): ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ امریکا ته ورسید او هلته به د جمعې په ورځ له ولسمشر باډین سره وګوري.
له ارګه د چنګاښ په ۳مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سفر پر مهال به ولسمشر او ډاکتر عبدالله د امریکا له ولسمشر جو بایډن، د کانګریس او سنا له غړو او نورو لوړپوړو امریکايي چارواکو سره جلا جلا لیدنې ولري.
سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنو کتنو کې به د دواړو هېوادونو پر اړیکو، د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پیاوړي کولو، د افغان امنیتي ځواکونو پر تمویل او تجهیز او ملاتړ او له افغانستان سره د امریکا پر اقتصادي مرستو خبرې وشي.
بلخوا د ملي روغې جوړې عالي شورا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکتر عبدالله هم له ولسمشر سره په دغه سفر کې مل دی.
سرچینې زیاته کړې، د دغه سفر پر مهال به د افغانستان اړخ د سولې پر پروسې، د کابل او واشنګټن د همکاریو او ستراتیژیکو اړیکو پر دوام، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له ترهګرۍ سره مبارزه کې د دواړو هېوادونو پر همکاریو، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو پر دوام او له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د مرستو په پراختیا بحث او د نظرونو تبادله وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له ولسمشر سره په دغه سفر کې د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي ملتیا کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP