Language

دامریکا د ولسي جرګې مشره: افغانستان سره مو اړیکې نوې مرحلې ته داخل شوې

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۰) : ولسمشر اشرف غني امریکا متحده ایالتونو ته پخپل سفر کې نن د هغه هیواد د ولسي جرګې مشرې نانسي پلوسي سره په واشنګټن کې وکتل.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، په دې کتنه کې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د نوي فصل او له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو په ځانګړي ډول د ښځو رول د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وشوې.

وروسته ولسمشر غني او نانسي پلوسي په ګډ خبري کنفرانس کې د خپلو خبرو د پایلو په اړه معلومات ورکړل.

په پیل کې مېرمن نانسي پلوسي ولسمشر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان او امریکا اړیکې دوستانه او نږدې وې او اوس د دغو اړیکو نوې مرحلې ته داخل شوي دي.

نوموړې له افغانستان سره د بشري مرستو او د ښځو او افغان نجونو د مقام پیاوړتیا د ډاډ ترڅنګ، په دې برخه کې د جمهوررئیس د رهبرۍ او د هیواد د لومړۍ مېرمن د هڅو مننه وکړه.

مېرمن پلوسې دېته په اشارې چې افغانستان او امریکا ژورې او دوستانه اړیکې لري وویل، : ((موږ دې اړیکو ته په ارزښت قایل یوو. ))

ولسمشر غني وویل : ((د خوښۍ ځای دی چې دلته حضور لرم او د ولسمشر د ستراتېژیک تصمیم هرکلی او درناوی کوو، په دې تصمیم سره زموږ د ستراتیژیکو مناسباتو فصل رامنځته شو او د خلکو ـ خلکو او حکومت ـ حکومت په اړیکو لا زیات تمرکز کېږي. ))

ولسمشر  زیاته کړه، د امریکا متحدو ایالتونو د ولسي جرګې مشرې سره یې خبرې ګټورې وې او د هغې د ګڼو سفرونو او له افغانستان سره لېوالتیا په ځانګړي ډول د افغان ښځو د رول پیاوړتیا په برخه کې یې، مننه وکړه.

هغه  وویل،  له افغان نجونو سره کتنې هره ورځ ورته قوت وربښي او کله چې له هغوی پوښتم څوک غواړي د افغانستان جمهوررئیس شي، له ۸۰ تر ۹۰ سلنه یې لاس پورته کوي او دا د نوي افغانستان تصویر ښیي.

ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې، په وروستیو دوو لسیزو کې د امریکا متحدو ایالتونو مرستې په ځانګړي ډول د کرونا دریمې څپې سره د مبارزې، وچکالۍ او د طالبانو د وحشیانه بریدونو له امله بې ځایه شویو افغانانو سره، ډېرې حیاتي وبللې.