کابل (پژواک، ٤ چنګاښ ١٤٠٠): د ملي امنيت سلاکار وايي چې وسله وال طالبان سولې ته ژمن نه دي او د زور له لارې واک ته رسېدل غواړي.
د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ له يوه جګپوړي پلاوي سره یو ځای واشنګټن ته تللی دی.
نوموړي له امريکا غږ سره په يوه مرکه کې ويلي چې طالبان په افغانستان کې د زور له لارې واک ته رسېدل غواړي او سولې ته ژمن نه دي.
هغه زياته کړه: “طالبانو وښوده چې تر ننه سولې ته هیڅ ډول تعهد نه لري. طالبانو غوښتل د سولې په خبرو کې امتیاز تر لاسه کړي او هغوی دا کار وکړ. د هغوی یوه ژمنه دا وه چې رښتیني مذاکرات به کوي، خو هیڅ رښتیني مذکرات یې نه دي کړي. موږ تر اوسه سولې ته د طالبانو تعهد نه دی لیدلی. د هغوی هیله په زور واک ته رسېدل دي. دا کار افغانستان د بربادۍ پر لور بیایي او طالبان هم خپل هدف ته نه رسیږي. ”
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په یو شمېر ولایتونو کې د ولسوالیو د سقوط په هکله وویل چې طالبان د لومړي ځل لپاره د پټې جګړې پر ځای علني جګړې ته راوتلي دي.
محب وویل چې له یو شمېر سیمو څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبانو غوښتل د خلکو په منځ کې اوازه خپره کړي چې ګواکې د افغانستان حکومت سقوط کوي.
دى زياتوي چې د افغانستان ولس او حکومت به نظام سقوط کولو ته پرې نږدي. هغه زیاته کړه: “طالبانو په دې تېرو څو ورځو کې څه نا څه پرمختګ کړی، مګر دا داسې کارونه نه دی چې مخه یې نه شي نیول کېدای. ”
د ملي امنیت سلاکار واشنګټن ته د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د پلاوي د سفر د هدف په هکله وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د واشنګټن او کابل تر منځ د اړیکو نوی باب پیل شوی او په دې سفر کې به له جمهور رئیس جوبایډن او نورو سیاستوالو سره چې د افغانستان پر وضعیت اغېز لرلی شي، د اړیکو د نوي باب په جزئیاتو خبرې اترې وشي.
ولسمشر محمد اشرف د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په ملتيا واشګنټن ته رسېدلى او ټاکل شوې چې نن د امريکا متحده ايالتونو له ولسمشر جوبايډن سره وګوري.