Language

په کندهار ښار کې چاودنې یو تن وژلی، ۸ یې ټپیان کړي

کندهار (پژواک، ۵ چنګاښ): په کندهار ښار کې چاودنې یو تن وژلی او ۸ تنه یې ټپیان کړي دي.

چاودنه نن ماښام د کندهار ښار د ۱۳مې امنیتي حوزې اړوند په چوڼۍ سیمه کې د پخواني قول اردو په دروازه کې شوې ده.

یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو د د دروازې ساتونکو ته لاسي بم ورغورځولی او چاودنه یې کړې ده چې د ملي اردو ۲ سرتېري یې ټپیان کړي دي.

خو د میرویس حوزوي روغتون نوکرایوال ډاکټر پژواک خبري اژانس ته وویل، د پېښې له ځایه ۱ جسد او ۸ ټپیان ور وړل شوي دي.

جسد د یوې نجلۍ دی او په ټپیانو کې ۲ سرتېري او ۶ ملکي وګړي شامل دي.

د پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی.