کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۰) : د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن ویلي چې دوی به له افغان حکومت او افغان ملي ځواکونو سره همکار پاتې شي او د ګډ هدف لپاره به په ګډه کار کوي.
ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله له افغان پلاوي سره امریکا ته د خپل سفر په دویمه ورځ پرون په واشنګټن کې د دغه هېواد دفاع وزارت ته ولاړل او هلته یې د دفاع له وزیر لویډ اسټن سره ولیدل.
د امریکا دفاع وزیر په دغې لیدنه کې وویل چې هېواد یې د افغانستان د ملي دفاعي ځواکونو پر جوړښت مهمه پانګونه کړې څو په دغه هېواد کې سوله او ثبات رامنځته شي.
هغه یو ځل بیا ژمنه وکړه، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ به په دفاعي برخو کې ملګرتیا ادامه ومومي.
اسټن چې پخوانی پوځي جنرال هم پاتې شوی، په دغې لیدنه کې د افغان او امریکایي ځواکونو د قربانیو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې ده د افغانستان د ملي ځواکونو د لومړۍ لواء تر رامنځته کېدو وروسته ورسره لیدنه کړې وه.
د امریکا دفاع وزیر وویل چې امریکا به له افغان امنیتي ځواکونو سره هر ډول امنیتي همکاریو ته ادامه ورکړي او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د همکاریو نوی فصل پرانیستل شوی دی.
ده زیاته کړې : "موږ به له افغان حکومت او افغان ملي ځواکونو سره همکار پاتې شو او د ګډ هدف لپاره به په ګډه کار کوو. "
ولسمشر اشرف غني په دې لیدنه کې د هغو امریکایي سرتېرو د قربانیو ستاینه کړې چې په افغانستان کې وژل شوي دي.
هغه په تېر اپریل میاشت کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن پرېکړه چې له افغانستان څخه به تر سپټمبر میاشتې پورې خپل سرتېري باسي، وستایله او ویې ویل چې دغه کار له جګړې څخه سولې ته زمینه برابره کړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP