Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د لوړې د اوبو او برېښنا بند سروې پیل شوه

کندهار (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۰): د کندهار د ارغستان ولسوالۍ اړوند د لوړې د اوبو او برېښنا بند د سروې چارې پیل شوې.

دا هغه بند دی چې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي یې له کلونو راهیسې د جوړېدو غوښتنه کوي.

د کندهار د سیندیزې حوزې رییس انجنیر توریالي محبوبي پژواک خبري اژانس ته وویل، د لوړې بند د اوبو د مدیریت، د برېښنا تولید، د موسمي سېلابونو د کنټرول، د ځمکو د خړوبولو او تر ځمکې لاندې د اوبو سرچینو د پیاوړتیا په موخه جوړېږي.

هغه زیاته کړه، د اوبو د تنظیم ملي اداره غواړي د دغه بند د سروې، ډیزاین او له هغه وروسته د جوړېدو چارې پیل کړي.

د ده په خبره، په همدې موخه د یادې شوې ادارې اړوند د انجنیري ۵ کسیز ټیم کندهار ته راغلی او د دغه بند د سروې چارې یې پيل کړې دي.

ده خبر ورکړ چې د دغه بند د سروې چارې به ۵ میاشتې وخت واخلي چې وروسته به یې د جوړولو چارې پیل شي.

نوموړی وايي، د لوړې بند په جوړولو سره به د دغې ولسوالۍ زرګونه هکتاره شاړه ځمکه تر اوبو لاندې شي، زرګونه کورنۍ به له برېښنا برخمنې شي او خلکو ته به کار وموندل شي.

د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکي د حکومت په دې اقدام خوښ دي او وايي، د دغه بند جوړول د خلکو د ۲۰ کلونو غوښتنه ده.

خو دوی ټینګار کوي چې حکومت دې له سروې بشپړولو وروسته د دغه بند د جوړولو چارې ژر پیل کړي.

د دغې ولسوالۍ یوه کروندګر حاجي خدایداد پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو کلونو کې وچکالۍ د دغې ولسوالۍ ۵۰ سلنه باغونه وچ کړي او خلک یې سخت زیانمن کړي دي.

دی وايي، له همدې امله تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ډېره ټیټه شوې او خلک نه شي کولای په خپلو امکاناتو کروندې او باغونه خړوب کړي.

د ده په خبره، د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ژوند پر کرنه او مالداري ولاړ دی چې روانې وچکالۍ دواړه اغېزمن کړي دي او د دغې ستونزې د حل لپاره اړتیا ده چې د لوړې بند ژر جوړ شي.

د ارغستان د لوړې بند د دې ولسوالۍ په سیدانو کلي کې موقعیت لري چې لومړۍ سروې یې شپږ کاله مخکې د یوه نړیوال شرکت له لوري شوې ده.

د شوې سروې له مخې، دغه بند د ۳۵ متره لوړوالي په لرلو د ۱۷۵ میلیونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري چې د ارغستان په ګډون د پنځو نږدې ولسوالیو د اوبو د کمښت ستونزه حلولی شي او شاوخوا ۲ مېګاواټه برېښنا هم تولیدولی شي.

د دغه بند د جوړولو په موخه ۳۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې جوړول یې ۳ کاله وخت غواړي.

ارغستان ولسوالي د کندهار ښار په سوېل ختيځ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ١٠٠ کيلومتره په واټن پرته ده، دغه ولسوالي د بلوچستان ايالت له منزکي او د زابل ولايت له ښار صفا ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.

د یادونې ده چې په دغې ولسوالۍ کې په تېرو دوو کلونو کې د ارغستان په بېلابېلو کلیو او سیمو کې د خلکو په غوښتنه د اوبو مهارولو په موخه ۸۳ پروژې پلې شوې دي.

د کندهار د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې سربندونه، کوچني کانګرېټي چکډمونه، د اوبو زېرمه کولو خاورین حوضونه او ژورې څاګانې شاملې دي چې زرګونه کورنۍ ګټه ورڅخه پورته کوي.

چارواکي وايي، دغه راز پروژې د ولسوالۍ د اقتصادي ودې لپاره ډېرې مهمې دي چې کرنه او مالداري به ورسره وغوړېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.