ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محب: نړیوال د طالبانو امارت نه مني

محب: نړیوال د طالبانو امارت نه مني

author avatar
27 Jun 2021 - 14:03
محب: نړیوال د طالبانو امارت نه مني
author avatar
27 Jun 2021 - 14:03

کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۰) :  د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وایي چې د دوحې تر تړون وروسته طالبانو نړیوالو ته دا ونه شوای ښودلی چې دوی اصلاح شوي، د تاوتریخوالي کمولو پرځای یې جګړو ته زور ورکړ.

محب دغه څرګندونې امریکا ته د ولسمشر اشرف غني د سفر په تړاو له ملي تلوېزيون سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې چې تېره شپه خپره شوه.

هغه زیاته کړه، په دغه سفر کې څرګنده شوه، چې د امریکا نظامي، سیاسي او اقتصادي ملاتړ له افغانستان سره دوام لري.

د محب په وینا، امریکا له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د دوامداره مرستو ژمنې وکړې اوهر کال به ۳،۳ میلیارده ډالره مرسته کوي چې ورسره به په هېواد کې دننه او بهرنیو هېوادونو کې د افغان سرتېرو روزنې ته هم دوام ورکوي.

ده زیاته کړه : “افغانستان خپله يو پياوړی ځواک لري او د تروريزم پر ضد مبارزه په خپله افغان امنيتي او دفاعي سرتېري کولای شي. د دې اړتيا نه شته چې له افغانستانه دباندې اډې جوړې شي. افغان ځواکونه چې پياوړي وي دا کار موږ په خپله کولای شو. ”

د ملي امنیت سلاکار د اوسني وضعیت په اړه وویل چې خلک دې هیڅ اندېښنه نه کوي امریکا او نوره نړۍ له افغانانو او حکومت سره ولاړ دي.

ده د یوې پوښتنې په ځواب کې زیاته کړه : “د ستراتېژيک تړون معنا دا ده چې امريکا له افغانستان سره کومک وکړي او کوي يې. له اوله پلان دا و چې د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه دومره پياوړي شي چې په خپله خپل امنيت ونيسي او نورو ته ضرورت ونه لري. اوس هم هماغه کومک له افغانانو سره روان دی، يوازې وخت يې را مخکې شو. ”

محب وایي چې نړیوالو دا پیغام ورکړی چې هغوی د طالبانو د امارت بیا راتګ نه غواړي .

د هغه په وینا، د دوحې له تړون سره سم باید طالبانو اوربند کړی وای، خو هغوی تاوتریخوالی او جګړې زیاتې کړي، دوی نړۍ ته و نه ښودلی شوای، چې ګوندې اصلاح شوي دي، دوی نړۍ ته وښوده چې واک په زور غواړي. دوی داسې واک غواړي چې د افغانستان شتمنۍ هېڅ پاتې نه شي.

د ملي امنیت سلاکار وایي چې طالبانو له دغو کړنو سره د هېواد ترڅنګ ځان هم ډېر زیان ورساوه.

د ولسوالیو د سقوط په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه وویل چې په جګړو کې کله ساحې له لاسه ورکول او کله یې بېرته ترلاسه کول وي، خو دا خلا به ژر ډکه شي.

ده زیاته کړه : “طالبانو د نورو محاسبو تر څنګ د ولسواليو د نيولو محاسبه هم غلطه کړې. ته چې ولسوالي نيسې، يوازې چور خو نه دی. هلته خلک حکومتولي او خدمات غواړي. ”

د هغه په وینا، طالبان پر خلکو ځان تحميلوي، چېرته چې ولاړ شي خپله ډوډۍ هم په خلکو تاوانوي. د افغانستان خلک غريب دي، دې ته يې وس نه رسېږي.

د کابل هوایي ډګر د امنیت په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وویل چې د امنیت پر ځای یې تخنیکي موضوع ډېره مهمه ده، اوس هم د کابل هوایي ډګر امنیت او تخنیکي چارې له بهرنیانو سره دي.

محب وایي، مهمه موضوع د تخنیکي وسایلو او وسایطو امنیت دی، تر اوسه ناټو تامین کړی وو، چې ورو ورو به افغانانو ته سپارل کیږي.

د هغه په وینا، ترکيه د ناټو په استازیتوب دا کار مخ ته بيايي او د هوایي ډګر بهر ساحو امنيت افغانانو خوندي کړی.

هغه له طالبانو وغوښتل چې د افغانانو غوښتنه ومني  وژل، جګړې پرېږدي او سوله وکړي، ټوله نړۍ ورته وايي چې جنګ دې مشروعيت نه لري. يو دوی په دې پسې دي چې په زور واک واخلي.

محب وایي : “طالب که سولې ته اراده لرلای، خو هلته يې مذاکراتي ټيم ناست دی، ولې سوله نه کوي؟ ولې جنګ کوي؟ دا هره ورځ چې د افغانانو بچيان شهيدانېږي، دا مسووليت د چا دی؟ دا خلک چې دوی وژني دا خو د دې مملکت دي او مات لاس غاړې ته لوېږي. که طالب لاسپوڅی نه وای دا جنګ يې نه کاوه. ”

د هغه په وینا، له طالبه د سولې هيڅ څرک نه ويني. د افغان دولت مذاکراتي پلاوی په قطر کې د يوې هيله‌مندۍ له مخې منتظر دی، افغانان سوله غواړي او پلاوی د دې لپاره هلته دی چې که د طالبانو اعصاب کار پيل کړي.

ده زیاته کړه : “اول انتخاب مو سوله ده. که سوله نه راځي او طالبان جنګ ته دوام ورکوي، دفاع د خلکو مسلم حق دی. خپل امنيتي او دفاعي ځواکونه به تر دې هم پياوړي کوو چې دوی نور د داسې کارونو مخه و نه مومي. دا زموږ د سفر ډېره مهمه برخه وه. ”

د ملي امنیت سلاکار وایي، هر چا چې د نظام په چوکاټ کې د طالب خلاف وسله اخيستې، تر اوسه په کنټرول کې دي.

ده زیاته کړه : ” دا اخطار ما طالبانو ته يو نيم کال مخکې هم ورکړی و چې که په زور حکومت کوئ، دلته ټولنه مخالفت درسره کوي. دا ټولنه تر تاسې لويه ده او تاسې يوه ډېره وړه برخه ياست. څوک مو په زور نه مني. ”

له پاکستان سره د اړیکو په تړاو د ملي امنیت سلاکار وویل، له پاکستان سره یې په تعامل کې هيڅ مشکل نه شته، هدف دا دی چې په افغانستان کې د دوی لاس وهنه بنده شي. پاکستان د دې ژمنه کړې وه چې طالبان سولې ته هڅوي، خو اوس وضعيت برعکس روان دی.

د هغه په وینا، طالبان چې بيا له خپلو مشرانو سره خبرې غواړي، پاکستان ته ځي، يعنې په دوحه کې ناست کسان تصميم ګيري نه شي کولای؟ دا يو ډېره د پوښتنې وړ موضوع ده.

Views: 298

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.