کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۰) : د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه ومنله، چې تر سپټمبر میاشتې وروسته به هم په افغانستان کې شاوخوا ۶۰۰ سرتېري پرېږدي.
د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړي دیپلومکات دغه څرګندونې د افغان رسنیو له مشرانو سره د یوه ویډیو کنفرانس له لارې وکړې.
دغه دیپلوماټ واشنګټن ته د ولسمشر اشرف غني پر مشرۍ د افغان پلاوي د سفر په اړه معلومات هم ورکړل او دا یې بریالی سفر وباله.
سرچینې زیاته کړه چې ولسمشر بایډن افغان پلاوي ته د اقتصادي، سیاسي او نظامي همکاریو بشپړ ډاډ ورکړی دی.
د هغه په وینا، له دې وروسته به امریکا په افغانستان کې زیات تمرکز پر اقتصادي او بشري مرستو کوي.
خو د امریکا دغه دیپلوماټ وویل چې له دې وروسته به هر کال د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره ۳،۳ میلیارده ډالره مرسته هم کیږي.
ده زیاته کړه، د ولسمشراشرف غني د سفر پر مهال تر ټولو مهمه پرېکړه داوه، چې امریکا به په افغانستان کې خپل سفارت او دیپلوماټان ساتي.
د هغه په وینا، د سفارت، دیپلوماټانو، د کابل ښار د تر ټولو امنیتي شنې ساحې او د کابل هوایي ډګر د امنیت لپاره به شاوخوا ۶۰۰ امریکایي سرتېري په کابل کې تر سپټمبر وروسته هم پاتې وي.
خو سرچینې وویل چې دوی به د عملیاتو حق نه لري، خو کله چې پرې برید کیږي له ځانه دفاع کولی شي.
د سولې په تړاو د امریکا دغه دیپلوماټ وویل چې د دغه سفر پر مهال د امریکا او افغان حکومت ترمنځ د سولې په اړه واضح تفاهم شوی، که طالبانو تاوتریخوالی کم نه کړ، نو نړیوال فشارونه به پرې زیات شي.
د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو له خوا پر طالب مشرانو د بندیزونو درې میاشتې تمدېدول هم د فشار یوه برخه ده.
ده زیاته کړه، له ترکیې سره د کابل هوایي ډګر د امنیت په اړه مهمې خبرې شوې دي.
ده ومنله چې واشنګټن ته د سفر پر مهال ولسمشر اشرف غني د امریکا د استخباراتي ادارې له مشر سره پټ لیدلي و.
دغه دیپلوماټ وویل : ” افغان لوري له موږ څخه د ځواکونو د پاتې کېدو غوښتنه نه ده کړې. “
Views: 831
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن