کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۰): یوه امنیتي سرچینه وایي چې د مهمو کسانو د ساتنې عمومي ریاست یو افسر بسم الله غفاري د ناپېژاندو وسله والو له خوا د کابل ښار نولسمې حوزې اړوند، د څرخي پله په سیمه کې وژل شوی دی.
دغې سرچینې د نوم نه اخیستو په شرط پژواک ته وویل چې یاد افسر (بسم الله غفاري) نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰ بجې د دولت وسله والو مخالفینو له خوا وژل شوی دی.
هغه وویل چې غفاري د بدخشان ولایت اوسېدونکی و.
د یادونې ده، تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې ډلې یا کس پر غاړه نه دی اخیستی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP