Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني ښار د شپږمې حوزې امر وژل شوى

author avatar
28 Jun 2021 - 11:48
author avatar
28 Jun 2021 - 11:48

غزني ښار (پژواک، ٧ چنګاښ ١٤٠٠): د غزني امنيتي مسئولين وايي چې د ماين په چاودنه کې د غزني ښار د شپږمې حوزې د امر په ګډون څلور پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال حکمت الله کوچي د چنګاښ په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د غزني ښار د بکاول په سيمه کې د شپږمې حوزې د امر يونس رمضاني پر موټر چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې د رمضاني په ګډون څلور پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو د بکاول سيمې د چاودنې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

په ورته وخت کې د غزني ښار اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې امنيتي ستونزې له حده ډېرې شوې دي.

هغه وايي: "هره ورځ ولسوالۍ سقوط کوي، پوليس او اردو وژل کېږي، که حالات همداسې دوام وکړي، نو لرې نه ده چې طالبان غزني ښار هم ونيسي."

ده له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

د يادونې ده، له نږدې دوو مياشتو راهيسې په ټول هېواد کې سختې جګړې روانې دي چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.