Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ شل اووریز نړیوال جام د هند پر ځای اماراتو او عمان کې ترسره کېږي

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۰): د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی چې د کرونا له امله د شل اووریز کرکټ نړیوال جام سیالۍ د هندوستان پر ځای اوس په اماراتو او عمان کې ترسره کېږي.

د نړیوالې شورا له خوا د چنګاښ په ۸مه پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې سیالیو کوربه به هندوستان وي.

سرچینې زیاته کړې چې د شل اووریز نړیوال جام سیالۍ د متحده عربي اماراتو په شیخ زاید، ابوظبي، شارجه او د عمان د کرکټ اکاډمۍ په نړیوال لوبغالو کې ترسره کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د نړیوال جام سیالۍ به د روان زیږدیز کال د اکتوبر په ۱۷مه پیل او د نومبر په ۱۴مه به پای ته ورسېږي.

د کرکټ د نړیوالې شورا سرپرست اجرائیوي رییس جیوف الارډیس ویلي، موخه یې دا ده چې د کرکټ شل اووریز نړیوال جام سیالۍ په خوندي توګه ترسره کړي.

خو هغه زیاته کړې، دا نا هیلي کوونکې  ده چې دا نړیوال جام په هندوستان کې نه ترسره کېږي.

د هندوستان د کرکټ ادارې سکرتر جنرال جای شاعه ویلي، ډېره هڅه یې وکړه چې دا سیالۍ په خپل کور کې ترسره کړي او مینه والو ته ښې لوبې وړاندې کړي، خو د کرونا وبا له امله یې دغه کار ونه شو کړای.

د یادونې ده، د شل اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو ته افغانستان هم لاره موندلې ده.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.