Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جنرال مېلر: پر ښارونو د بریدونو پر مهال د افغان ځواکونو ملاتړ کوو

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۰): په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وایي، که پر ښارونو بریدونه وشول، نو دوی د دوحې تړون له مخې اړ دي چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ور ودانګي.

جنرال مېلر دغه څرګندونې پرون ناوخته په کابل کې خبري کنفرانس کې وکړې.

هغه زیاته کړه چې له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتلو لړۍ په ښه توګه روانه ده او ډېر ژر به دا پروسه بشپړه شي.

نوموړي وویل چې له افغانستانه تر بشپړ وتلو او افغان ځواکونو ته د چارو له سپارلو مخکې دلته د امریکایي ځواکونو نوی قوماندان راځي.

د هغه په وینا، له دې مخکې چې له کابله ولاړ شي او خپله دنده نوي قوماندان ته وسپاري، غوښتل یې چې له افغانانو سره څو خبرې وکړي.

جنرال مېلر وایي چې د افغانستان امنیتي وضعیت ښه نه دی، خو افغان ځواکونه په دې هڅه کې دي چې خپلې ساحې کنټرول کړي.

هغه وویل چې واشنګټن ته د افغان ولسمشر د سفر پر مهال امریکایي لوري له افغانستان سره د دوامداره همکارۍ ژمنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په ځینو برخو کې افغان ځواکونو شاتګ کړی، خو د امنیتي ملحوظاتو له امله په دې اړه جزئیات نه شي ورکولی.

د دې پوښتنې چې ناټو او امریکا دلته افغانانو ته د امنیت راوستلو په موخه راغلي وو، خو اوس چې وځي، نو امنیت تر بل هر وخت خراب دی؟ په ځواب کې جنرال مېلر وویل چې دا به تاریخ ولیکي.

هغه زیاته کړه چې افغانان له ۲۰ کلونو او ۴۲ کلونو راهیسې یو سیاسي جوړ جاړی غواړي او اوس د دې وخت را رسېدلی، خو که روان تاوتریخوالی کم نه شي، نو سیاسي جوړ جاړی به سخت کار وي.

د طالبانو د وروستیو پرمختګونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو قوماندان وویل چې ډېری مهال د باور د له لاسه ورکولو سره دا ډول پېښې رامنځته کېږي.

ده زیاته کړه: “د افغان ځواکونو مشرتابه وایي چې له سیمو شاتګ د خپلو ځواکونو د خوندي ځای په ځای کولو په موخه کوي.”

جنرال مېلر وویل چې د زور او نظامي لارې د واک ترلاسه کول د هیچا په ګټه نه دي، خو که پر ښارونو بریدونه وشول، نو دوی د دوحې تړون له مخې اړ دي چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ور ودانګي.

هغه زیاته کړه: “زما په نظر په زوره د واک ترلاسه کول د افغانانو او افغانستان په ګټه نه ده . موږ د امریکا- طالبانو ترمنځ د تړون پر اساس د تجهیزاتو، حفظ او پایداره مراقبت په برخوکو د ملاتړ صلاحیت او قابلیت لرو او په خاص ډول دا وړتیا لرو که د افغانستان پر ځواکونو برید کېږي، د هغو ملاتړ وکړو. ”

ده د افغان ځانګړو ځواکونو او هوایي ځواک ستاینه وکړه چې پیاوړي دي او ښه روزل شوي دي.

د ناټو قوماندان وایي، دوی وړتیا لري چې د اړتیا پر مهال له نږدې او لرې څخه هوایي مرستې وکړي.

نوموړي په افغانستان کې د کورنۍ جګړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا نه یواځې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ پر زیان او د اندېښنې وړ دی.

ده زیاته کړه، د دوحې په تړون کې راغلي چې د اړتیا پر مهال امریکایي ځواکونه له افغان ځواکونو د دفاع په موخه هوایي بریدونه کوي.

جنرال مېلر وایي، د هغه په وینا، که چېرې مخالفین غواړي چې هوایي بریدونه ونه شي، باید تاوتریخوالی کم کړي.

ده زیاته کړه: “د هوایي بریدونو د درولو په موخه یې طالبانو ته ویلي هم دي، غوره دا ده چې یرغلیز بریدونه ودروي.”

د هغه په وینا، اوس هم د دې واک لري چې د خپلو ځواکونو او افغان ځواکونو د دفاع لپاره هوایي بریدونه ترسره کړي.

جنرال د پاڅونوالو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د افغانستان په تاریخ کې تل دا ډول پاڅونونه شوي او له خپلو ملي ګټو یې دفاع کړې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.