کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۰): د جرمني د دفاع وزارت اعلان کړی چې د ناټو او امریکا له پرېکړې سره سم یې له افغانستانه خپل ټول ځواکونه ایستلي دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره میاشت اعلان وکړ چې د دوحې تړون له مخې به د روان زیږدیز کال تر سپټمبر میاشتې پورې به له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه ووځي.
د جرمني د دفاع وزارت اعلان کړی چې له یادې پرېکړې سره سم دوی له افغانستانه خپل ټول ځواکونه ایستلي دي.
سرچینې زیاته کړې چې د دوی د ځواکونو وروستۍ الوتکه پرون شپه له افغانستانه ولاړه.
د جرمني د دفاع وزارت ویلي چې دوی د افغانستان په شمال کې خپل وروستی پوځی مرکز (مرمل) پرون د افغانستان ملي دفاع وزارت ته سپارلی دی.
جرمني د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې شاوخوا پنځه زره سرتېري لرل چې د افغانستان په شمال کې مېشت وو.
دوی په بلخ، کندوز، بدخشان او یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې فعالیتونه ترسره کول، خو په افغانستان کې د ناټو د جګړه ییز ماموریت له پای ته رسېدو وروسته دوی د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت پر غاړه درلود.
د جرمني د دفاع وزیرې انوګریټ کرنبورا ویلي چې له افغانستانه په خوندي توګه د خپلو ځواکونو د ایستلو په موخه یې هلته ځیني نور ځانګړي ځواکونه لېږلي وو.
هغې د خپلو ځواکونو افغان ماموریت تاریخي ګڼلی او له مننه یې ترې کړې ده چې هلته یې قربانۍ ورکړې دي.
د نوموړې په وینا، په تېرو ۲۰ کلونو کې د جرمني ۱۵۰زره سرتېرو په افغانستان کې دندې ترسره کړې دي.
د جرمني د دفاع وزارت معلوماتو له مخې، د دوی ۵۹ سرتېري په افغانستان کې وژل شوي او ۱۳۰۰ نور یې ټپیان شوي وو.
Views: 54
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن