ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوسفزی: کرکټ بورډ د انګليستان په محکمه کې د افغان کرکټ لیګ قضیه وګټله

یوسفزی: کرکټ بورډ د انګليستان په محکمه کې د افغان کرکټ لیګ قضیه وګټله

author avatar
30 Jun 2021 - 17:30
یوسفزی: کرکټ بورډ د انګليستان په محکمه کې د افغان کرکټ لیګ قضیه وګټله
author avatar
30 Jun 2021 - 17:30

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۰): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د افغان غوره لیګ سیالیو کې د فساد قضیه څېړل کېږي او ډېر ژر به په دې کې ښکېل کسان څارنوالۍ ته معرفي شي او د کرکټ نړیوالې شورا له خوا یې هم څېړنه کېږي.

د کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزي نن (د چنګاښ ۹مه) د راتلونکو پلانونو، لوبو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه د یوه خبري کنفرانس په ترڅ له رسنیو سره معلومات شریک کړل.

هغه زیاته کړه چې د انګليستان په یوه محکمه کې يې د افغان غوره لیګ سیالیو قضیه چې د یوه هندي شرکت له خوا عریضه شوې وه، ګټلې ده.

د افغانستان لیګ سیالۍ چې څو کاله مخکې په اماراتو کې ترسره شوه، ټولې چارې یې د (سنیکسر) په نوم یوه هندي شرکت له خوا پر مخ وړل شوې وې.

خو دا چې کرکټ بورډ وروسته له دغه شرکت سره قرارداد لغوه کړ، یاد شرکت د انګليستان په یوه محکمه پر افغان کرکټ بورډ عریضه کړې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزي وویل، دوی په یاده محکمه ثابته کړه چې د سنیکسر په نامه هندي شرکت بې تجربې و او نوی جوړ شوی و.

هغه زیاته کړه چې د افغان غوره لیګ سیالیو کې د فساد قضیه به دا ځل سمه څېړل کېږي او د بورډ هغه اوسني او پخواني کسان چې په دې قضیه کې ښکېل وو، د پلټنو لپاره څارنوالۍ ته معرفي کېږي.

یوسفزی وایي چې د کرکټ نړیواله شورا هم په دې اړه له خپل اړخه څېړنې کوي.

له دې یو کال مخکې پژواک داسې اسناد ترلاسه کړي وو چې د کرکټ نړیواله شورا د افغان لیګ سیالیو په لسو برخو کې څېړنې کړې دي، خو پایلې یې تر اوسه نه دي اعلان شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر وویل چې اداره یې د بودجې له ستونزو سره نه ده مخ او ډېر ژر به یې په بودجه کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راشي.

هغه زیاته کړه چې د ولسمشر په حکم د کابل ښار د الوخېلو په سیمه کې شاوخوا سل جریبه ځمکه د کرکټ نړیوال لوبغالي جوړېدو په موخه ځانګړې شوې چې ډېر ژر به یې د احاطې دېوال جوړولو چارې پیل شي.

ده وویل چې شپږیزه کرکټ لیګ د کرونا ویروس له امله ځنډېدلی چې د وضعیت په جوړېدو سره به د عامې روغتیا له وزارت سره په همغږۍ پیل شي.

د یوسفزي په وینا، پلان لري چې د راتلونکي کال په فبرورۍ میاشت کې  د افغان غوره لیګ یا  APL . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.