کابل (پژواک، ۱۰چنګاښ۱۴۰۰): د جګړه ځپلو افغان ماشومانو زړونه سوله غواړي او په داسې حال کې له جګړې د خوندي ژوند هیله لري چې د هېواد د سولې بهیر پر یوه پېچلې معما بدل شوی او روښانه نه ده چې د دوی هیلې به څه وخت پوره شي.
په افغانستان کې له تېرو شاوخوا ۴۳ کلونو راهیسې جګړه روانه ده. یو شمېر سرچینې د دې جګړې د مرګ ژوبلې شمېر تر یو میلیون ډېر ښيي، خو ځينې نور یې دوه میلیون کسان ګڼي. دغه راز د دې جګړې له امله میلیونونه افغانان اړ شوي چې هېواد پرېږدي، شاوخوا ۴،۴ میلیون کسان (د هېواد د ټول نفوس ۱۳.۹سلنه) معلول شوي، په داسې حال کې چې د هېواد د ټول نفوس تر نیمايي ډېر خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
ماشومان هم د روانې جګړې قربانیان او زیانمن دي. دغه راز ناامني او بېوزلي د دې لامل شوې چې درې اعشاریه اووه میلیون افغان ماشومان ښوونځي ته لاس رسی ونه لري او ځينې نورو درنو کارونو او سوال ته اړ شي.
لس کلن زبید له هغو ماشومانو څخه دی چې جګړه کې یې پلار له لاسه ورکړی او پر واټونو، د پلورنځیو او رستورانټونو مخې ته او د کابل ښار په کثافت دانیو کې د خپل ژوند او کورنۍ د پایښت لپاره یو څه لټوي.
نوموړي د کابل ښار پنجصد فامیلي څلورلاري کثافت دانیو کې کثافات ښکته پورته کول او پر خپلو کوچنیو لاسونو یې د اوبو بوتل، کاغذ او پلاستیکونه پورته او په ککړه بورۍ کې یې ځای پر ځای کول.
دغه یتیم ماشوم د غور ولایت اصلي اوسېدونکی دی، خو د ناامنۍ له امله یې له کورنۍ (مور، دوو خویندو او ورور) سره کابل ښار ته راغلی او د دویم پروان سیمه کې ژوند کوي.
هغه چې زړې تورې جامې یې پر تن او زاړه بوټان یې پر پښو دي، پښې او لاسونه یې له ګرد او خاورو سره د تماس له امله چاودې شوي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ولې پلاستیکونه ټولوي؟ وویل: “یتیم یم، پلار مې په ځانمرګي برید کې شهید شوی دی.”
زبید وویل: “مور مې د خلکو ډوډۍ پخوي، زه د تناره د ګرمېدو لپاره د سون توکي ټولوم، د پیپسي بوتل او قطي پلورم او هره ورځ له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانۍ پیدا کوم. کوچنی ورور مې پلاستیکي خلطې پلوري.”
هغه دې پوښتنې ته په ځواب کې چې د سولې په اړه په څه پوهېږي؟ وویل: “هو پوهېږم، ولې نه پوهېږم، چې جګړې کمې شي، ارامي شي… له موږ سره مرسته وشي چې ښوونځي ته لاړ شو، د نورو په څېر موږ هم زده کړې وکړو. ډېره دعا کوم چې سوله وشي.”
نګین شپږ کلنه نجلۍ ده چې د بېوزلۍ او ناچارۍ له امله سوال ته اړ شوې ده.
ډېری ماشومان په دغه عمر یوازې د ماشومانه لوبو او ساعت تېرۍ په فکر کې دي، خو نګین د بېوزلۍ او تنګ لاسۍ له امله اړ شوې چې له کوره لرې خپل کوچني لاسونه سوالګرۍ ته اوږده کړي او یوازې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو په فکر کې شي.
نګین چې د کندوز ولایت اصلي اوسېدونکې ده او د ناامنۍ له امله له خپلې کورنۍ سره کابل ته راغلې وویل، له پلار، مور او دوو وروڼو سره د کابل زاړه ښار سیمه کې ژوند کوي، پلار یې بوټونه رنګوي او دوه وروڼه یې په ښار کې پلاستیکي خلطې پلوري.
هغه هم زړه کې د سولې ارمان درلود او ویې ویل: “که سوله راشي، جګړه پای ته ورسېږي موږ خپل کور ته ځو، پلار مې ځمکو کې کار کوي، زه او ورور مې ښوونځي ته ځو او درس وايو.”
۱۵ کلن صورت الله د بلخ ولایت د کشندې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی، خو د ناامنۍ له امله یې کشنده ولسوالي پرېیښې او له خپلې کورنۍ سره کابل ته راغلی او بوټونه رنګوي.
هغه وویل، کشندې ولسوالۍ کې یې تر اووم ټولکي ښوونځی لوستی، خو د اقتصادي ستونزو له امله نه دی توانېدلی چې کابل کې زده کړو ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه: “له زموږه درس پاتې شو، اوس د بوټونو د رنګولو په پلمه سوال کوو، پلار مې منډويي کې جوالي توب کوي، هره ورځ له ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانۍ پیدا کوو… که سوله وای له ښوونځي نه پاتې کېدم.”
نوموړي جګړه تباهي وبلله او زیاته یې کړه: “خدای دې وکړي چې سوله راشي، پلار ته مې ښه کار پیدا شي څو زه ښوونځي ته لاړ شم، په راتلونکي کې استاد شم، هلکانو ته درس ووایم چې افغانستان پرمختګ وکړي.”
د کابل د استقلال ښوونځي د یوولسم ټولګي زه کوونکي محمد نثار وویل، دی ښوونځي ته د تګ امکانات لري، خو زړه یې پر هغو ماشومانو درد کوي چې له زده کړو پاتې شوي او په هېواد کې د روانې جګړې له امله د رامنځته شوو ستونزو له کبله دوی د درنو کارونو ترسره کېدو ته اړ شوي دي.
هغه سوله، امنیت او ارامي تعریف کړل او ویې ویل، که سوله وشي د افغانستان د خلکو د وژنې مخه نیول کېږي، د ټولو ماشومانو لپاره د زده کړو زمینه برابرېږي، په هېواد کې د ودانیزو پروژو عملي کېدو ته زمینه برابرېږي او اړتیا نشته چې افغانان هېواد پرېږدي او له خطرناکو لارو نورو هېوادونو ته سفر وکړي.
نوموړي په دې هیله چې سوله ټینګه شي او په ارامه فضا کې زده کړې بشپړې کړي، طب ووايي او ډاکتر شي وویل: “زموږ ځينې هېوادوال په سختو ستونزو د درملنې لپاره پاکستان او هندوستان ته ځي، خو هغه کسان چې شتمني نه لري په همدې ځای کې ساه ورکوي، زه غواړم ډاکتر شم او له دې لارې غریبې طبقې خلکو ته خدمت وکړم.”
د استقلال عالي لېسې د اووم ټولګي زده کوونکي ۱۳ کلن حبیب الرحمن وویل: “سوله ارامي ده، که سوله وي کولای شو په ارام فکر درس ووایو، خو چې انتحار، چاودنې، وژنې او وینه بهېدل وي له ژونده ناهیلي کېږو، خپه کېږو او درس نه شو ویلی.”
هغه زیاته کړه: “ټول خلک په ځانګړې توګه ماشومان چې بېګناه وژل کېږي سوله غواړي.”
د سولې د ټینګښت لپاره د ماشومانو دغه غوښتنې په داسې حال کې دي چې هېواد کې جګړه په شدت روانه ده او هره ورځ د ماشومانو په ګډون له افغانانو قرباني اخلي، خو د سولې بهیر برخلیک تر اوسه نه یوازې مشخص نه دی، بلکې د پخوا په پرتله پېچلی شوی دی.
د سولې بین الافغاني خبرې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون تر لاسلیک وروسته د تېر کال په وږي میاشت کې دوحه کې پیل شوې، خو د شاوخوا اتو میاشتو په تېرېدو یوازې د خبرو پر طرزالعمل توافق شوی او له څه وخت راهیسې له بن بست سره مخامخ شوې دي.
ټاکل شوې وه د اپریل په ۲۴ مه د ترکیې هېواد په استانبول کې افغانستان کې د سولې د ټینګښت په موخه د ملګرو ملتونو په مدیریت د ځينو سیاسي ګوندونو، طالبانو او افغان حکومت او د افغانستان په قضیه کې د اغېز لرونکو هېوادونو استازو په ګډون ناسته ترسره شي، خو تېره اوونۍ طالبانو وویل چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو په داسې ناستو کې ګډون نه کوي، څو ورځې مخکې امریکا او ناټو سازمان اعلان وکړ چې د خپلو ځواکونو د وتلو بهیر یې په مې میاشت کې پیلیږي او د روان میلادي کال تر سپټمبر میاشتې پورې به بشپړ شي. دا په داسې حال کې ده چې د دوحې تړون له مخې ټول بهرني سرتېري باید تر مې میاشتې له افغانستانه وتلي وای.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP