ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۵۹ کسان مړه شوي

افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۵۹ کسان مړه شوي

author avatar
2 Jul 2021 - 16:51
افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۵۹ کسان مړه شوي
author avatar
2 Jul 2021 - 16:51

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۱۳۰۹ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ۵۹ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د چنګاښ په یوولسمه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۴۸۵۴ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ۱۳۰۹ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٢۳۴۶۵ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت له لوري په نننۍ خپره شوې خبرپاڼه کې په جلا- جلا ډول د هر ولايت د مثبتو پېښو، مړينو او بېرته جوړ شوو کسانو په اړه وضاحت نه دی ورکول شوى.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۷۷۶ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له یادې ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۷۲۷۰۰ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ۵۹ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٥۱۰۷ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٨٣ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٦٧ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٣،٩ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Visits: 316

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.