کابل (پژواک ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۰): د زندانونو چارو د سمون اداره وايي، د بګرام زندان مسوولیت د ملي دفاع وزارت په غاړه دی او په نږدې راتلونکې کې به د دغه زندان مسوولیت د زندانونو چارو ادارې ته وسپارل شي.
تېره ورځ د پروان ولايت مسوولینو خبر ورکړ چې امريکايي ځواکونو د همدې ورځې په سهار د بګرام هوايي ډګر پرېښود او د ساتنې مسوولیت يې امنيتي ځواکونو ته وسپارل شو.
د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اداره د بګرام له زندان پرته د افغانستان د ټولو زندانونو د مديريت مسووليت په غاړه لري او د هېواد له نافذه قوانينو، معيارونو او اصولو سره سم يې د يادو زندانونو چارې پرمخ وړي او بنديانو ته يې د لا زياتو اسانتياوو برابرولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي.
سرچينه زياتوي، دا چې اوسمهال د بګرام زندان مسووليت د ملي دفاع وزارت پر غاړه دی او په نږدې راتلونکې کې به يې مسووليت د زندانونو چارو د سمون ادارې ته وسپارل شي، نو د همدې لپاره د يادې ادارې او نوموړي وزارت يو ګډ پلاوی دغه زندان ته د اړتياوو سنجولو او د بنديانو وضعيت څخه ليدنې لپاره تللی، څو د هغه ځای ننګونې او ستونزې رابرڅېره او د حل لپاره يې اړوندو مسوولينو سره لازمې مشورې وکړي.
سرچينه په ټينګار سره ويلي چې دمګړۍ د بګرام زندان مسووليت د ملي دفاع وزارت پر غاړه دی.
Views: 100
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن