ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت نن درې سلنه لوړ شوی

د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت نن درې سلنه لوړ شوی

author avatar
3 Jul 2021 - 17:28
د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت نن درې سلنه لوړ شوی
author avatar
3 Jul 2021 - 17:28

کابل(پژواک،۱۲ چنګاښ ۱۴۰۰): په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت لوړېدو پر تعقیب نن د مایع ګاز، اوړو او سرو زرو بیې هم لوړې شوې دي.

د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت درې سلنه او د پاکستانیو کلدارو پر وړاندې د هغه ارزښت ۱،۲سلنه رالوېدلی دی.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې مرستیال حاجي داد ګل پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن (د چنګاښ ۱۲مه)، د یوه امریکایې ډالر د پېر ارزښت ۸۱،۵۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۰۰ افغانیو بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د چنګاښ په پنمځه نېټه د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۹،۰۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۴ افغانۍ بدلېدې.

د کابل ښار د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې مرستیال وایي چې د سیاسي او امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت راټیټ شوی دی.

هغه زیاته کړه: « د امنیتي وضعیت له خرابوالي سربېره، په د افغانستان بانک کې د سالمې رهبرۍ او سالم مدیریت نه شتون هم د دې لامل شوی چې د بهرنیو اسعارو په ځانکړي ډول امریکایي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت راټیټ شي. مخکې له دې د افغانستان بانک د افغانۍ د ثابت ساتلو لپاره، په اوونۍ کې نږدې ۵۰ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کول؛ خو اوس دغه شمېر ۳۰ میلیونو ډالرو ته راټیټ شوی دی.

نوموړي وویل چې د امنیتي وضعیت د خرابوالي او په هېواد کې د ولسوالیو له سقوط له سره، عام خلک او صرافان خپلې افغانۍ په ډالرو بدلوي.

د تېلو بیه پر خپل ځای ده؛ خو د مایع ګاز بیه بیا لوړه شوې ده.

د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې د تېر شنبې په پرتله نن د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه له ۶۰ افغانیو ۶۵ افغانیو ته لوړه شوې ده.

خو د کابل ښار د تایمني څلورلارې د هاشمي تېلو ټانک یوه کارکوونکي د معلوماتو له مخې، نن هم لکه ۷ ورځې وړاندې یو لېتر ډیزل په ۵۳ افغانۍ او یو لېتر پټرول په ۵۲ افغانیو پلورل کېږي.

هغه زیاته کړه چې د افغانیو پر وړاندې د ډالر د ارزښت پر تعقیب او حیرتان ــ مزارشریف پر لویه لار د جګړې له امله د مایغ ګاز بیه لوړه شوې ده.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې رییس زمري صافي وویل چې د ۷ ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۶۰۰ څخه ۱۷۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړي وویل چې د اوړو د بیې لوړوالي یوازینی لامل، د حیرتان پر لاره جګړې ده.

خو نن لکه تېره شنبې، په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو د پلور بیه له ۲۵۰۰ افغانۍ، ۴۹کیلوګرامه هندي بوره په  ۲۴۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۱۹۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۶۰ افغانۍ او یوه کیلو شین اندونیزیایی چای په ۳۵۰ افغانیو پلور کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي زاده پژواک اژانس ته وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۷۵۰ افغانۍ، ٤٩ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۴۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۵۵۰ افغاني، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۱۹۳۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۸۰ افغانی او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۷۰ افغانیو پلورل کېږي.

په کابل ښار کې د سرو زرو بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن د یو ګرام ٧٥٠عیار عربي  سرو زرو بیه له۳۶۰۰ څخه ۳۶۵۰ افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥عیار روسي سرو زرو بیه له  ۲۹۰۰ څخه ۲۹۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړي یادونه وکړه چې په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون، په نړیوالو بازارنو کې د هغه د بیې له بدلون سره اړیکه لري.

Views: 80

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.