کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۰) : د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د معنا لرونکو مذاکراتو له لارې په سوله ییز ډول د افغانستان کړکیچ حل لپاره د فدراتيفې روسیې دولت له ښه نیت څخه هرکلی کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخرووا څو ورځې مخکې په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه او په دغه هېواد کې د جګړې له ښکېلو خواوو څخه یې غوښتي وو چې جګړه پای ته ورسوي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره رغنده مذاکرات پيل کړي.
دغې روسۍ چارواکې زیاته کړې وه چې د جګړې ښکېل لوري باید په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګېدو لپاره خپلې هڅې یوازې تر خبرو نه، بلکې واقعي اقدامات تر سره کړي.
د بهرنیو چارو وزارت له خوا د چنګاښ په ۱۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د معنا لرونکو مذاکراتو له لارې د افغانستان کړکیچ په سوله ییز ډول حل لپاره د فدراتيفې روسیې دولت له ښه نیت څخه هرکلی کوي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت که څه هم د امریکا او طالبانو د دوحې تړون مستقیم طرف نه دی، خو د شپږ زره طالب بندیانو د خوشې کولو په ګډون یې خپل ټول مسوولیتونه سرته رسولي دي.
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تل د شخړو په سوله ییز حل باندې ټینګار کړی او په افغانستان کې د سرتاسري اوربند د ټينګښت او د دوامداره سولې د تأمین لپاره د سولې معنا لرونکو مذاکراتو ته ژمن دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، پر دې سربېره په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتل د بشپړېدو په حال کې دي، طالبانو خپل بریدونه پراخ او تشدید کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان اسلامي جمهوریت دولت په داسې حال کې چې د اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنو لپاره له سیمه ییز او نړیوال ملاتړ څخه مننه کوي؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ٢٥١٣ پرېکړه لیک له پلي کېدو څخه د څارنې لپاره، د نظارت کمېټې د جوړېدو غوښتنه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د نوموړې پرېکړې له پلي کېدو څخه د څارنې کمېټې رامنځته کول به په څرګنده توګه په ګوته کړي چې طالبانو سولې ته د رسېدو لپاره خپلې ژمنې نه دي ترسره کړي او د تاوتریخوالي کچه یې هغې کچې ته لوړه کړې چې حتی د سیمې امنیت او ثبات له ګواښ سره مخامخ کوي.
Views: 59
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن