Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بګرام هوایي ډګر رادار او مخابرې سیستم (VSAT) بیا فعال شو

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۰) : د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وایي چې د بګرام هوایي ډګر رادار او مخابرې سیستم (VSAT) بیا فعال شو.

د یادې ادارې له خوا په یوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې د بګرام هوايي ډګر د رادار او مخابرې سیستم (VSAT)چې د ناټو د غوڅ ملاتړ ځواکونو تر وتلو مخکې غیر فعال شوی و، د ملکي هوایي چلند ادارې تخنیکي ټیم له خوا يو ځل بیا فعال شو.

سرچینې زیاته کړې، دغه دوه سیستمونه به د بګرام هوايي ډګر او حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د الوتکو لارښود لپاره کارول کیږي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې امریکا او د ناټو د نورو هېوادونو ځواکونو تر ټولو ستره پوځي اډه دوه ورځې مخکې د افغانستان ملي دفاع وزارت ته وسپارل شوه او هغوی ترې ووتل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.