Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار د والي سکرټر له خپل ساتونکي سره په چاودنه کې ووژل شو

کندهار (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۰): د کندهار د والي سکرټر له خپل یوه ساتونکي سره د چسپکي ماین په چاودنه کې وژل شوی او يو بل ساتونکی یې ټپي شوی دی.

چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د ولایت مقام په لومړي قراول کې شوې ده.

یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، چاودنه د والي د سکرټر منصور احمد پر لوکسل موټر د نښلول شوي ماین له امله شوې ده.

سرچینه زیاتوي، په دغې چاودنه کې د والي سکرټر او د هغه یو ساتونکی وژل شوي او يو بل ساتونکی یې ټپي شوی دی.

د دغې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.