هرات ښار (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۰): د هرات امنیتي مسوولین وایي چې طالبانو د سلمی بند د ساتنې پر قرارګاه برید کړی او ۱۶ سرتېري وژلي دي.
د سلما بند د ساتنې کنډک قوماندان الله محمد همدرد پژواک ته وویل چې طالبانو نن سهار د یاد بند پر قرارګاه چې دغه بند د هرات چشت ولسوالۍ په لوېدیځ کې موقعیت لري، ډله ییز برید وکړ.
د هغه په خبره، د طالبانو د دغه برید په پایله کې د یاد بند ۱۶ ساتونکي وژل شوي او قرارګاه هم طالبانو نیولې ده.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
سلما بند د هرات په چشت ولسوالۍ کې موقعیت لري.
دغه بند د ۲۹۰ میلیون ډالرو په لګښت د هند هېواد له خوا جوړ شوی او د ۶۳۳ میلیونه متر مکعب اوبو ذخیره کولو او ۴۲ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.
Views: 130
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن