کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۰) : په کابل کې د پاکستان سفارت وایي چې سعودي ته د تګ په موخه کابل ته راغلي څلور زره مسافرین یې بېرته خپل هېواد ته ولېږل.
دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان د کرونا له امله له پاکستانه دغه هېواد ته الوتنې بندې کړې وې چې له امله یې زرګونه پاکستانیان افغانستان ته راتلل او بیا له دغه ځایه سعودي عربستان ته تلل.
خو دوه ورځې مخکې د سعودي عربستان حکومت اعلان وکړ چې د کرونا وبا له امله د افغانستان پر الوتنو یې بندیز ولګاوه چې له امله یې تر څلور زرو پاکستاني وګړي دلته پاتې شول.
په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا د چنګاښ په ۱۴مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لومړي وزیر عمران خان په سپارښتنه د پاکستان سفیر منصوراحمد خان په کابل کې د بند پاتې شوو وګړو د لیږلو لپاره پلان جوړ کړ.
سرچینې زیاته کړې چې سفارت دغو کسانو ته د اوسېدو او ډوډۍ ورکولو ترڅنګ له هغوی سره نغدي مرستې هم وکړې او په ځانګړو موټرو کې یې تر تورخمه ورسول څو خپل هېواد ته ستانه شي.
د پاکستان سفارت وایي چې دوی په سعودي عربستان کې دندې لرلې او په رخصتیو خپلو کورونو ته راغلي وو، خو د بېرته تګ پر مهال په کابل کې بند پاتې شول.
Views: 2844
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن