کندهار (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۰): ناپېژاندو وسله والو کسانو په کندهار ولایت کې د یوه پولیس د مور په ګډون دوه ښځې وژلې دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند لومړي څارن جمال ناصر بارکزي د چنګاښ په ۱۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، ناپېژاندو وسله والو د کندهار ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند د فامیلیو په سیمه کې پر یوې مېرمنې ډزې کړي او هغه یې ځای پر ځای وژلې ده.
هغه زیاته کړه، برید کوونکو پر یادې شوې مېرمنې له ریکشاه څخه د ښکته کېدو پر مهال ډزې کړي او بیا تښتېدلي دي.
ده وویل، د امنیه قوماندانۍ د جنايي پېښو د څېړلو ټیم د دغې پېښې په اړه پلټنې پیل کړي او لومړني معلومات دا دي چې دغه موضوع جنايي اړخ لري.
د کندهار د میرویس حوزوي روغتون یوه ډاکټر پژواک اژانس ته وویل، د مېرمنې جسد روغتون ته ور وړل شوی چې شاوخوا ۵۰ کاله عمر لري او پر سر دوه مرمۍ لګېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ په ارغنداب ولسوالۍ کې هم د پاخه عمر یوه مېرمن پر ډزو وژل شوې وه.
د دې ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل، د ارغنداب په سرخ چالا سیمه کې وسله والو د یوه کور دروازه ټکولې، کله چې دې مېرمنې دروازه خلاصه کړې نو وسله والو ځای پر ځای وژلې ده.
د یادې شوې سرچینې د معلوماتو له مخې، د وژل شوې مېرمنې زوی په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوې امنیتي پوستې قوماندان دی. د یادو شوو دواړو پېښو مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
Views: 44
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن