ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلګونه افغان سرتېري تاجکستان ته اوښتي دي

سلګونه افغان سرتېري تاجکستان ته اوښتي دي

author avatar
5 Jul 2021 - 12:11
سلګونه افغان سرتېري تاجکستان ته اوښتي دي
author avatar
5 Jul 2021 - 12:11

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۰) : د راپورونو له مخې، د بدخشان ولایت د ګڼ شمېر ولسوالیو تر سقوط وروسته سلګونه دولتي سرتېري تاجکستان ته اوښتي دي.

د بدخشان ولایت د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، تر اوسه د دغه ولایت شاوخوا ۲۰ ولسوالۍ سقوط شوې دي، چې ډېری یې له تاجکستان سره ګډه پوله لري.

د تاجکستان رسنیو خبر ورکړی چې له تېرو څو ورځو راهیسې د بدخشان ولایت له بېلا بېلو سیمو څخه ۱۰۳۷ تنه افغان سرتېري دغه هېواد ته اوښتي دي.

سرچینې زیاته کړې، د تاجکستان سرحدي ځواکونو افغان سرتېرو ته اجازه ورکړې چې هغه لوري ته  واوړي.

ځایي مسوولینو ویلي چې یواځې پرون تر ۳۰۰ زیات افغان سرتېري تاجکستان ته اوښتي دي.

بلخوا ولسمشر اشرف غني د تاجکستان له ولسمشر امام علی رحمان سره ټیلېفوني خبرې کړې دي.

د ارګ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني له رحمان سره د هغو افغانانو په اړه خبرې کړې دي چې د نا امنیو او د طالبانو د بریدونو له امله یاد هېواد ته اوښتي دي.

سرچینې زیاته کړې، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په افغانستان کې د وروستیو نا امنیو او تاوتریخوالي له امله اندېښنه ښودلې ده.

ولسمشر اشرف غني له تاجکستان څخه مننه کړې چې افغانانو ته یې ځای ورکړی او په ډاګه کړې یې ده چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د خپلو وګړو پر وړاندې مسوولیت لري او ژر تر ژره به د دوی اړتیاوې او ستونزې هوارې کړي.

Views: 429

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.