کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۰) : د ملي امنیت لوی ریاست وایي چې په میدان وردګو ولایت کې یې د طالبانو پر یوې لویې غونډې عملیات کړي، خو طالبان دغه ادعا ردوي.
په کابل کې د ملي امنیت د لوی ریاست له خوا د چنګاښ په ۱۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د میدان وردګو د مرکز اړونده په مامکي کلي کې وسله والو یوه لویه غونډه جوړه کړې وه، چې په کې د دوی مهمو مشرانو او قوماندانانو هم برخه اخیستې وه.
سرچینې زیاته کړې، چې د دوی ځواکونو پر دغې غونډې عملیات کړي او د مهمو قوماندانانو په ګډون یې ګڼ شمېر طالبان وژلي دي.
د ملي امنیت لوی ریاست ویلي چې دوی پر دولتي ځواکونو د پراخو عملیاتو لپاره پلانونه جوړول، چې عملیات پرې وشول.
خو د میدان وردګو د میدانښار د چارکي سيمې اوسېدونکي کمین ګل ګلاب زوی پژواک خبري اژانس ته وویل، په میدان ښار کې داسې کوم څه نه دي پېښ شوي، یوازې يو طالب وژل شوی خو دا چې څه ډول وژل شوی معلومات يې نه کيږي.
دی زياتوي:«اوازه شوه چې پر سړک يو جسد پروت دی، کله چې کسان ورغلل ګوري چې د يو وژل طالب جسد پر سړک پروت و.»
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه ادعا ردوي او زياتوي چې په ميدان وردګو کې داسې کومه پېښه نه ده شوې، خو وايي چې د حمزه په نوم يو طالب وژل دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP