ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د برېښنا مخکنی رییس وايي، والي له کوم موجه دلیل پرته منفک کړی

د غزني د برېښنا مخکنی رییس وايي، والي له کوم موجه دلیل پرته منفک کړی

author avatar
5 Jul 2021 - 12:07
د غزني د برېښنا مخکنی رییس وايي، والي له کوم موجه دلیل پرته منفک کړی
author avatar
5 Jul 2021 - 12:07

غزني ښار (پژواک، ١٤ چنګاښ ١٤٠٠): د غزني ولايت د برېښنا رييس وايي چې د پرله پسې غيابت په تور د والي له لوري عمداً منفک شوى او پر ځای یې بل کس معرفي شوى دى.

خو بل لور ته د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې والي په ولايت کې د ولسمشر لومړى درجه استازى دى او کولاى شي دولتي مامورين له دندو ګوښه کړي.

د غزني والي محمد داوود لغماني وړمه ورځ د غزني د برېښنا رييس شهرالله مبارز له دندې ګوښه او پر ځاى يې جان محمد د برېښنا رياست د سرپرست په توګه وټاکه.

د غزني د برېښنا رييس شهرالله مبارز د چنګاښ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د رسمي چارو ترسره کولو په موخه سيمې ته ورغلى و، خو والي دا ورته په غير حاضري کې حساب کړى دى.

هغه وايي: ((هرکله به چې برېښنا خرابېده نو زه به له خپلو ملګرو سره ساحې ته تلم، خو والي زما دغه کار غير حاضري کې حساب کړى او ماته وايي چې ته ډېر وخت دفتر کې نه يې.))

مبارز زياتوي چې په همدې تور والي له دندې ګوښه کړى او بل کس يې د ده پر ځاى سرپرست ټاکلى دى.

په غزني کې مدني فعال رحمت الله مرجانخېل وايي چې شهرالله مبارز د دغه ولايت د برېښنا د پياوړتيا لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

ده زياته کړه: ((جان محمد دلته لسم د برېښنا رييس و، هيڅ هم نه وکړل خو شهرالله ډېر کارونه وکړل، برق به چې خراب شو، خپله ساحې ته ته، خو والي چې راغى د کار سړى یې له دندې ګوښه کړى او يو بېکاره سړى يې بېرته ګومارلى دى.))

دغه راز د غزني ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني وايي چې والي د برېښنا رييس د لرې کولو صلاحيت نه لري.

ده زياته کړه: ((والي ټوله ورځ په ادارو ګرځي، د مامورینو حاضري اخلي، حال دا چې د غزني تر لسو زیاتې ولسوالۍ سقوط شوې، والي بايد امنيت ته کار وکړي، نور مشکلات حل کړي، د حاضرۍ مامورين معلوم دي.))

په دې اړه د غزني والي محمد داوود لغماني پژواک ته وويل: ((زه په دې اړه هيڅ نظر نه لرم، هو رييس مې له دندې لرې کړى دى.))

خو بل لور ته د غزني د ولايت مقام په فېسبوک پاڼه کې ليکل شوي چې والي د پرله پسې غير حاضرۍ له امله د برېښنا رييس له دندې ګوښه کړى دى.

د اړوندې موضوع په اړه د افغانستان برېښنا شرکت وياند سنګر نيازي پژواک ته وويل چې والي په ولايت کې د ولسمشر لومړى درجه استازى دى او کولاى شي چې يو مامور له دندې ګوښه کړي.

ده وويل چې شهرالله مبارز کابل ته راغوښتل شوى او په دې اړه به پرېکړه کېږي چې نوموړى بېرته غزني ته واستول شي او که کومه بله پرېکړه يې په اړه وشي.

Visits: 254

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.