کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰): کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې په جنایي جرمونو کې د لاس لرلو په تور ۱۹ کسانو د نیولو خبر ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې پژواک خبري اژانس ته رسېدلې، راغلي چې دغه کسان په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د موټرو د غلا، مجروحیت، د غیر قانوني وسلو د لېږد، اخلاقي فساد، لارې شکونې د پيسو او ټیلېفونونو د غلا، مغلوبه نښتو او نشه یي توکو د خرڅلاو په تور نیول شوي دي.
سرچینې لیکلي چې دغه کسان د کابل ښار په لومړۍ، دويمې، درېیمې، څلورمې، اوومې، اتمې، نهمې، لسمې، دوولسمې، پنځلسمې، اوولسمې، او یوویشتمې ناحیو کې نیول شوي دي.
سرچینې لیکلي چې له نیول شوو څلور میله کمري سلاح او دوه برچې د پولیسو لاس ته ورغلي ډي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP