کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰) : ولسمشر اشرف غني وایي، که طالبان فکر کوي چې له موږ به تسلیمي اخلي، په سلو کلونو کې به یې هم دغه ارمان پوره نه شي.
له ارګ څخه د چنګاښ په ۱۵مه، پژواک ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن وشوه، چې د ویډیو کنفرانس له لارې والیانو هم په کې ګډون وکړ.
سرچینې زیاته کړې، په پیل کې ولسمشر غني په هېواد کې د وروستیو پرمختګونو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د احیا، د وسله وال پوځ په ځانګړي ډول د ځانګړو قطعاتو، کومانډو او صفر لرونکو قطعاتو ته د جلب و جذب په اړه مفصل معلومات ورکړل.
هغه په ټینګار وویل، هیڅ راز معامله او د تسلیمېدو اراده موجوده نه ده : “موږ باعزته ژوند کوو او نن د غیرت، عزم او ارادې ورځ ده. “
ولسمشر وایی : ” که طالبان فکر کوي چې له موږ تسلیمي اخلي، په سلو کلونو کې به یې هم دغه ارمان پوره نه شي. د وینې بهېدو او ویجاړۍ مسوولیت د طالبانو او د دوی د ملاتړو پر غاړه دی. “
وروسته د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست په ولایتونو او مرکز کې د تاوتریخوالي او وچکالۍ له امله د کورنیو بېځایه شویو د اړتیاسنجولو او رسېدنې په موخه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، اړوندو ادارو او والیانو په ګډون د یوې ځانګړې غونډې پر جوړولو موظف شو.
ولسمشر مرکز او ولایتونو کې د جګړې او وچکالۍ له امله داخلي بېځایه شویو سره د مرستې په موخه په زېرمو کې د موجودو غنمو د وېش په خاطر اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه او د ارشاد حج او اوقافو او بهرنیو چارو وزارتونو رهبري او مسوولینو او په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت کارکوونکو څخه یې په سعودي عربستان کې د افغانستان د جایدادونو د تثبیت په خاطر مننه وکړه.
د کابینې غونډې د کارو او ټولنیزو چارو او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارتونو د دندو د تنظیم مقررو طرحې له یو لړ تغییراتو وروسته په پرنیسب کې تائید کړې.
همداراز کابینې د موزیم او کتابتون، دولتي روغتون، د ادارو د ودانیو، جومات، دینې مدرسې، هدیرې، د مطالعې سالون او د څښاک اوبو د زېرمې جوړولو، د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ د تفصیلي پلان د تطبیق او د تخار ولایت سرحدي ګډ بازار د ایجاد په موخه په ولایتونو کې د دولتي ځمکو د ۱۱ مورده استفادې حق لېږد تصویب کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP