کابل(پژواک، ۱۵چنګاښ ۱۴۰۰) : د سیمه ییز امنیت، اقتصاد او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د افغانستان او ترکمنستان په کوربه توب غونډه جوړیږي.
په ترکمنستان کې د افغانستان سفیر خان ولي خان بشرمل د چنګاښ په ۱۵مه پژواک اژانس ته وویل چې دغه غونډه سبا د چنګاښ په ۱۶مه په انلاین بڼه جوړیږي.
هغه زیاته کړه، چې دغه غونډه د ملګرو ملتونو د کړکیچ د مخنیوي دفتر، د افغانستان او ترکمنستان له خوا جوړیږي چې په کې به د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما استازي هم ګډون کوي.
سفیر وایي چې د افغانستان سوله او ثبات د منځنۍ او سوېلي اسیا د ثبات او ودې لپاره اړین او مهم دی.
بشرمل زیاته کړه : ” زموږ د ټولو یووالی او سوله ییز دریځ کولی شي چې سیمه سولې ته ورسوي.”
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیوادهم تایید کړه چې دغه غونډه سبا تر غرمې وروسته په آن لاین بڼه جوړیږي.
د یادونې ده چې له دې مخکې په هرات ولایت کې د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیرانو ګډه دوه ورځنۍ غونډه جوړه شوې وه ، په یاده غونډه کې په یو شمېر اقتصادي مسایلو هوکړې هم شوې وې.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن