کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰): په افغانستان کې د ولسوالیو له پرله پسې سقوط کېدو وروسته د افغان سولې په تړاو نړیوالې هڅې ګړندۍ شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) وایي چې د دې ادارې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن ډیبرا لاینز قطر ته تللې ده.
د یوناما له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مېرمن ډیبرا پرون په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر او مذاکراتي ټېم له غړو سره د افغان سولې پر پروسې خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې، هغې په دې لیدنه کې ویلي چې د افغان شخړې د هواري یواځېنۍ لاره سوله ییز مذاکرات دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړې د طالبانو له پلاوي سره د افغان سولې پروسې پر راتلونکو پلانونو هم خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو اوونیو راهیسې په قطر کې بین الافغاني مذاکرات په ټپه درېدلي دي.
د افغان دولت د مذاکراتي ټیم یوې سرچینې ویلي چې طالبانو ورسره اړیکه نیولې او چمتووالی یې ښودلی چې غواړي پر اساسي قانون خبرې وکړي.
خو خپله طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا د افغانستان لپاره د قطر ځانګړی استازی ډاکتر مطلق القحطاني پر افغان سولې د خبرو اترو لپاره کابل ته رسېدلی دی.
سرچینې وایي چې هغه به له ولسمشر اشرف غني او نورو مشرانو سره پر افغان سولې خبرې اترې وکړي.
Views: 142
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن