کابل (پژواک ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۰): د کابل پولیس وايي چې د کرونا معاينې د جعلي تصديق د برابرولو په تور يې دوه تنه نيولي دي.
د پوليسو وياند فردوس فرامرز، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کرونا ويروس د معاينې د جعلي پاڼو د صادرېدو په اړه د ښاريانو د شکايتونو په اساس، پولیسو دوه تنه په دې تړاو په کابل ښار کې ونيول.
ده زياته کړه، نيول شويو کسانو په لومړنيو څېړنو کې په خپل جرم اعتراف کړی او ويلي يې دي چې د هرې معاينې پر سر يې له هر شخص څخه لږ تر لږه ۵۰۰۰ افغانۍ اخیستې.
دا په داسې حال کې دې چې پژواک نن سهار خبر ورکړی و چې په کابل کې د کرونا ټېسټ منفي ښودل شوې پایلې سعودي کې مثبتې راوتلې دي.
د کام ایر هوایي شرکت د افغانستان عامې روغتیا وزارت ته په یوه مکتوب کې لیکلي چې ۲۳۵ مسافرو کابل کې د فرانسویانو روغتون، جرمني روغتیايی مرکز، اصیل روغتیایي مرکز او زي اېن اېن (ZNN . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP