ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 د وروستیو جګړو له امله له ۳۲۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ بې ځایه شوې دي 

 د وروستیو جګړو له امله له ۳۲۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ بې ځایه شوې دي 

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۰): پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي چې په دې وروستۍ یوه میاشت کې په ۲۵ ولایتونو کې له ۳۲۰۰۰ څخه  زیاتې کورنۍ بې ځایه شوې دي چې د هغې له ډلې څخه له ۲۰۰۰۰ کورنیو سره مرسته شوې او په ټوله کې هغو ته رسېدنه ۵۰۰ میلیونه افغانیو ته اړتیا ده.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیرغلام بهاء الدین جیلاني نن په  کابل کې په خبري ناسته کې وويل، چې په دې وروستۍ یوه میاشت کې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې ۳۲۳۸۴ کورنیو خپل کورونه پرېیښي او بې ځایه شوې دي.

هغه له جزئیاتو ورکولو پرته وویل چې د دغو بې ځایه شوو کورنیو له ډلې له شاوخوا ۲۰ زره کورنیو سره مرسته شوې ده.

جیلاني وویل، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت موظف ټیم په ۲۵ ولایتونو کې د بې ځایه شوو د پېژندنې او تثبیت کار پیل کړی چې له دې ډلې دغه سروې په ۱۷ ولایتونو کې بشپړه شوې ده.

دغه راز هغه وویل چې د خوراکي توکو تر څنګ ۱۹۱ میلیونه افغانۍ نغدې پیسې په ۲۵ ولایتونو کې وروستیو بې ځایه شوو ته لېږل شوې دي.

ده وویل چې وروستیو بې ځایه شوو ته د لازمې رسېدنې په موخه ۵۰۰ میلیونه افغانیو ته اړتیا ده چې د هغو وړاندیز د دغه وزارت له لوري شوی دی.

جیلاني له خلکو، ملي سوداګرو، نړیوالې ټولنې او بین المللي سازمانونو څخه چې د بشري مرستو په برخه کې فعالیت کوي، وغوښتل چې له دغه وزارت سره د وچکالۍ او د جګړو زیانمنو داخلي بې ځایه شوو ته د رسېدنې په موخه همکاري وکړي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې، په دوو وروستیو کلونو کې پنځه میلیونه خلک بې ځایه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په سرپل کې د جګړو زیانمنو او بې ځایه شوو ۲۵۰۰  کورنیو ته د سل سل کیلو غنمو وېش پیل شو.

د سرپل د بېړني حالت کمېټې منشي او له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس غلام سخي ویرا د ياد شوي مطلب د بیانولو ترڅنګ وویل چې دغه بې ځایه شوي هغه کورنۍ دي چې د دغه ولایت د شپږو ولسوالیو او د مرکز له ځینو برخو څخه بې ځایه شوي دي چې اوسمهال د سرپل ښار په څنډو کې ژوند کوي.

د یوه بل خبر له مخې، نن د سمنګان فیروزنچیر او حضرت سلطان ولسوالیو بې ځایه شوو ۱۸۴ کورنیو سره چې اوسمهال د یاد ولایت په مرکز کې ژوند کوي، هم د خوراکي توکو مرسته شوې ده.

د سمنګان له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي رییس صبغت الله سیاس پژواک ته وویل چې له هرې یوې کورنۍ سره ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، ۱۴ کیلو ګرامه وریجې، پنځه لیتره غوړي، درې کیلو بوره، درې کیلو لوبیا، یوه کیلو چای او دوه  کیلو مالګه مرسته شوې ده.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.