Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«خوندي نه یو؛ د اروپايي ټولنې غړي یوه هېواد کې دې پناه راکړل شي»

«خوندي نه یو؛ د اروپايي ټولنې غړي یوه هېواد کې دې پناه راکړل شي»

author avatar
8 Jul 2021 - 16:45
«خوندي نه یو؛ د اروپايي ټولنې غړي یوه هېواد کې دې پناه راکړل شي»
author avatar
8 Jul 2021 - 16:45

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۰): د اروپايي ټولنې یو شمېر پخواني کارکوونکو په کابل کې یوه اعتراضي ناسته کې د خوندیتوب نه لرلو له امله اندېښنه څرګنده کړه او د اروپايي ټولنې غړي یوه هېواد کې یې د پناه اخیستو غوښتنه وکړه او ګواښ یې وکړ چې که یې غوښتنې ونه منل شي، پراخ مدني حرکتونه به وکړي.

د دغه دفتر لسګونه پخوانیو کارکوونکو په کابل کې دویم ځلي اعتراضي ناسته جوړه کړه، ــ لومړۍ ناسته یې د روان کال د (سرطان په شپږمه) جوړه شوې وه.

اعتراض کوونکو په کابل کې اروپايي ټولنې دفتر ته نږدې په جوړه شوې ناسته کې چې نن سهار ۹ بجې پیل شوه او تر ماسپښین پورې یې دوام درلود «زموږ همکاران د ترهګرو ډلو له خوا په نښه شوي، موږ نه غواړو په نښه شو، مهرباني وکړئ مرسته راسره وکړئ» شعارونه له ځان سره لرل او د اروپايي ټولنې غړي یوه هېواد کې یې د پناه غوښتنه کوله.

د اروپايي ټولنې پخواني کارکوونکي فریدون امیري یادې ناستې ته د نورو به استازیتوب وویل: ((موږ مخکې خپل حقه غوښتنې په لیکلې بڼه او دغه راز مطبوعاتي ناسته کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره شریکې کړې، خو د یادو چارواکو هيڅ مثبت اقدام یې نه دی ترلاسه کړی.))

نوموړي زیاته کړه، اروپايي ټولنه چې د بشري حقونو ملاتړې ده، د سیاسي او مدني ازادیو استازیتوب کوي، باید د یادو معترضینو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي او له هر ډول تبعیض پرته یې وړاندې کړي چې چلند یې تر پوښتنې لاندې رانه شي.

د یادې ټولنې بل کارکوونکي یما اریوبي چې مخکې یې د دغه دفتر د امنیتي برخې مسوولیت پر غاړه و، وویل: ((د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته زموږ ژوند د بل هر وخت په پرتله ډېر په خطر کې دی، په مهربانۍ سره غواړو چې د اروپايي ټولنې په یوه غړي هېواد کې د دې ټولنې منسوبینو ته د پناه ورکونې بهیر پیل کړي.))

هغه د خپلو غوښتنو پر منلو د ټینګار ترڅنګ ګواښ وکړ چې غوښتنو ته د نه رسېدو په صورت کې به د دغه بنسټ د ورودي دروازې مخې ته د تحصن خېمه ودروي او د خوړو اعتصاب به وکړي.

د اروپايي ټولنې مخکنۍ کارکوونکې لیلا چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې له دغه بنسټ سره د څېړنې په برخه کې دنده ترسره کړې، پژواک ته وویل: ((د اروپايي ټولنې د کارکوونکو کورنۍ له ډېرو امنیتي ګواښونو سره مخ دي او د ناټو غړي هېوادونه یې باید په اړه جدي تصمیم ونیسي.))

محمد امین عزیزي چې له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې یې د اروپايي ټولنې په دفتر کې د امنیتي کارکوونکي په توګه دنده ترسره کړې، د نننۍ ناستې پرېکړه لیک ولوست.

په پرېکړه لیک کې راغلي: ((اروپايي ټولنه دې د خپلو ملکي او نظامي منسوبینو امنیت ته لومړيتوب ورکړي، مهم اقدام دې وکړي او دغه بهیر باید تر یوې میاشتې ډېر وخت ونه نیسي.))

د پرېکړه لیک په یوه برخه کې د اعتراض کوونکو پر غوښتنو د ټینګار ترڅنګ اروپايي ټولنې ته ګواښ شوی چې که پر وخت اجراات ونه کړي، د تحصن بهیر به د خوړو پر اعتصاب بدل شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څو ورځې مخکې یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، هغه کسان چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د بهرنیانو له خوا دوکه شوي وو او له دوی سره یې کار کړی، هېواد دې نه پرېږدي؛ ځکه طالبان له هغوی سره کار نه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.