کندهار (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۰): د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې د جګړې د ټپيانو د ارزونې او درملنې مرکز د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د کندهار د میرویس حوزوي روغتون امر ډاکتر محمد داوود فرهاد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه مرکز په ۴۸۰ متره مربع ځمکه کې جوړېږي چې ۱۶ بستره به ولري.
هغه زیاته کړه، دا ودانۍ د روغتیا نړیوال سازمان/WHO په مالي لګښت جوړېږي.
د ده په خبره، دا چې د دغه سازمان استازو د امنیتي ملحوظاتو له امله په دغو مراسمو کې ګډون نه دی کړی، د لګښت اندازه یې دوی ته هم نه ده معلومه.
دی وايي، په دغه مرکز کې به د جګړې ټپیان ارزول کېږي، هغه چې عملیاتو ته اړتیا لري، بستر کېږي او هغه چې برسېرن وي، له درملنې وروسته به رخصتېږي.
د ده په خبره، د دغه مرکز جوړېدل به له دوی سره مرسته وکړي چې پر دغه روغتون د ناروغانو د ګڼې ګوڼې مخنيوی وکړي.
دی وايي، میرویس حوزوي روغتون د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال یواځې د کندهار لپاره جوړ شوی و، خو اوس د دې ولایت تر څنګ د ټول سویلي زون څخه ناروغان دغه روغتون ته د درملنې لپاره راوړل کېږي.
دی زیاتوي، میرویس حوزوي روغتون ته په دې وروستیو کې د سویلي ولایتونو تر څنګ د څو نورو لایتونو ناروغانو هم مخه کړې چې د هېواد په کچه په تر ټولو بوخت روغتون بدل شوی دی.
ده وویل، دغه روغتون ته د شاوخوا لسو ولایتونو ناروغان، د جګړو او ترافیکي پېښو ټپیان او نور مراجعه کوي چې پر دې روغتون یې بېروبار ډېر کړی دی.
میرویس حوزوي روغتون چې د سوېلي زون په کچه فعالیت کوي، په خپل تشکیل کې ۳۵۰ بستره لري، خو اوس د سوېلي ولایتونو تر څنګ ورته د غزني، دایکنډي، فراه، نیمروز او څو نورو ولایتونو ناروغان راوړل کېږي او ډېر مهال یې یواځې د بستري ناروغانو شمېر تر ۶۰۰ اوړي.
د دې ترڅنګ هره ورځ دغه روغتون بېړني ناروغان، د ترافیکي پېښو او جګړو ټپیان هم د درملنې لپاره راوړل کېږي چې د روغتیايي کارکوونکو بوختیا یې ډېره کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP