ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس او هرات والیان: دښمن پر شا وتمبېد، امنیتي وضعیت مخ په ښه کېدو دی

د بادغیس او هرات والیان: دښمن پر شا وتمبېد، امنیتي وضعیت مخ په ښه کېدو دی

author avatar
10 Jul 2021 - 17:43
د بادغیس او هرات والیان: دښمن پر شا وتمبېد، امنیتي وضعیت مخ په ښه کېدو دی
author avatar
10 Jul 2021 - 17:43

قلعه نو (پژواک، ۱۹ چنګاښ۱۴۰۰): د بادغیس والي وایي چې د طالبانو بریدونه پر شا تمبول شوي او درنه مرګ ژوبله ور اوښتې ده، بلخوا د هرات والي ویلي چې د نظامي عملیاتو په ترسره کولو سره به د دغه ولایت امنیتي وضعیت ښه شي.

د بادغیس والي حسام الدین شمس پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو تېره شپه له څلورو لورو پر قلعه نو ښار بریدونه وکړل او تر سهاره جګړه روانه وه چې په پای کې دغه ډلې ته درنه مرګ ژوبله وراوښتې او په شاتګ یې کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په یاده جګړه کې ۵۷ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

هغه تایید کړه چې د طالبانو په دغه برید کې پنځه امنیتي سرتېري هم ټپیان شوي دي.

شمس وویل چې بادغیس ته مرستندوی ځواکونه رسېدلي او هوایي ملاتړ هم ورسره شته.

د نوموړي په وینا، دا د طالبانو درېېم ډله ییز برید دی چې په بادغیس ولایت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري پر شا تمبول کېږي.

نوموړي ادعا وکړه چې د بادغیس په جګړه کې پر بهرنیو ترهګرو سربېره د ازبکستان د اسلامي نهضت اړوند کسان هم شته.

شمس د یاد ولایت ولایتي شورا د دوو غړو او د جوند ولسوالۍ پخواني ولسوال د تسلیمېدو په اړه وویل چې تر اوسه نه ده معلومه چې یاد درې کسان له طالبانو سره څه ډول یو ځای شوي دي.

د ولایتي شورا غړي فرید اخیزی او خان جان او د جوند پخواني ولسوال محمد هاشم عثماني تېره ورځ طالبانو ته تسلیم شول.

طالبانو هم تایید کړې چې یاد درې کسان ورسره یوځای شوي دي.

د بادغیس والي داسې مهال د طالبانو د بریدونو پر شا تمبولو او هغوی ته له درنې مرګ ژوبلې ور اوښتو خبر ورکوي چې په تېرو څو ورځو کې د دغه ولایت ټولې ولسوالۍ د طالبانو له لوري سقوط شوې او په تېرو دوو ورځو کې یې د یاد ولایت پر مرکز قلعه نو ښار څو ځلې بریدونه ترسره کړي دي.

د یوه بل خبره له مخې، د هرات والي ویلي چې د نظامي عملیاتو په ترسره کولو سره به ژر د دغه ولایت امنیتي وضعیت ښه شي.

د هرات والي عبدالصبور قانع نن یوې خبرې ناستې ته وویل: «په هرات کې د رامنځته شوي وضعیت د کنټرول په موخه پوره چمتووالی نیول شوی. هراتیانو ته ډاډ ورکوم چې خپلو ورځنیو کارونو ته دوام ورکړي او د ښار امنیتي وضعیت تامین شوی دی.»

قانع زیاته کړه چې د اسماعیل خان په مشرۍ امنیتي ځواکونه او ولسي پاڅونوال د بسیج په حال کې دي او حکومت د دغو ځواکونو د تعرضي عملیاتو پر ځانګړي پروګرام کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې امنیتي ځواکونو د هرات له ۱۷ ولسوالیو پر شاتګ کړی او طالبانو پر دغو ولسوالیو سربېره د تورغونډۍ او اسلام کلا بندرونو کنټرول هم په خپل لاس کې اخیستی دی.

Views: 275

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.