خوست ښار (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۰): ولسمشر اشرف غني طالبانو ته په خطاب کې وویل چې که رښتيا هم له افغان حکومت سره د سولې نيت لري، نو د پرديو هېوادونو د ګټو لپاره دې نه جنګېږي او د خبرو مېز ته کېني.
ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د چنګاښ په ۱۹مه د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ خوست ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت ملکي هوايي ډګر پرانيست.
له هغه سره په دې سفر کې لومړی مرستيال امرالله صالح، د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي، د سيمه ييز ارګانونو خپلواکې ادارې مشر شميم خان کټوازي ترڅنګ يو شمېر لوړوپوړو چارواکو ګډون درلود.
ولسمشر لومړی د خوست ملکي هوايي ډګر ته لاړ، هلته يې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې دغه ډګر پرانيست او له هغه وروسته يې په ولايت مقام کې د قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو غونډه کې ګډون وکړ.
اشرف غني دې غونډې ته په وينا کې وويل چې د خوست ملکي هوايي ډګر د هېواد يو له لويو او مجهزو هوايي ډګرونو دی چې په تدريجي ډول به په يو نړيوال هوايي ډګر بدل شي.
هغه وایي چې د خوست، پکتيا او پکتيکا ترڅنګ د شمالي او جنوبي وزيرستان مسافر به هم له دغه هوايي ډګره متحده عربي اماراتو او نورو هېوادونو ته سفرونه کوي.
ولسمشر زياته کړه: "لکه چې توره طلا مو ور وښوده چې دا قاچاق نه شي، اوس به ګورئ چې انشاالله او تعالی خوست، د پکتيا او د پکتيکا صادرات به له خوسته کېږي. دا لوی قدم دی او دا به کېږي."
د خوست په هوايي ډګر کې د ۹۹۱ ميليونه افغانيو په لګښت د ترمينل ودانۍ، (ای ټي اېم) اپرون (Water Tower . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن